څرنګه چې پدې وروستيو کالونو کې دخوست ولايتي ادارې د پرلپسې تلاشونو په پايله کې زيات شمېر بيارغنيز کارونه منظور کړي او پلي کړي دي.

د ولايت په مرکز او ولسواليو کې هڅه شوې، چې متوازن پرمختګ ته زمينه برابره او ټولو هغو ولسي ستونزو ته رسېده ګي وشي، چې هوارى يې ترنورو ډېر اړين وي.د همدې کارونو د سرته رسولو په خاطر د بيارغونې پنځه کلن ستراتيژ يک پلان چې په ملي او نړ يواله کچه د تود هرکلي وړ ګرځېدلى جوړ شو.

دغه پنځه کلن پلان د دولت ټولو سکتوري وزارتونو ، ملي او نړيوالو موسساتو ته رسماً په واک کې ورکول شوى دى، چې د همدغو تلاشونو او هلو ځلو پايله وه، چې په خوست کې ګڼ شمېر پلونه، دولتي تاسيسات،مهم سړکونه،استنادي دېوالونه،ښوونځي، د شېخ زايد پوهنتون لپاره ودانۍ او نورې ټولګټې پروژې يوه په بلې پسې تطبيق شوي دي.

د غلام خان سړ ک :

دا سړک چې نه يوازې دخوست بلکې د ټول هېواد لپاره ستراقتصادي ارزښت لري، اساسي جوړول يې ولايتي ادارې په خپلو لومړيتوبونو کې شامل کړل، چې له نېکه مرغه د امريکا متحده ايالاتو د پوځ انجنيري ګروپ لخوا يې د مالي مرستې ژمنه وشوه.

د خوست ښار او غلام خان ترمنځ د پنځه ويشتو کيلومتره غځېدلي سړک د داوطلبۍ چارې د امريکا هېواد په نيويارک ښار کې ترسره شوې او ګټونکى شرکت هم د همدې له لوري معلوم شوى دى.په همدې اساس ددې سړ ک په قرارداد، نظارت او څارنه کې د امريکا د کورفس يا د پوځ د انجينري ګروپ داخلي اصولو ته په کتو سره ولايتي اداره هېڅ لاس نه لري. بلکې دغه اداره يې د خپلو ځانګړو انجنيري ټيمونو په واسطه د څارنې چارې پرمخ وړي.

کاروان سراى سړک :

دا سړک چې دخوست ولايت څو ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي، ددې ولايت د خلکو لپاره خورا مهم دى. څو کاله مخکې د پي ار ټي په مالي همدا سړک هم جوړ شوى وو، خو کم وخت وروسته د بېلابېلو عواملو په اساس له منځه ولاړ .

ولايتي ادارې د ولس ستونزو او غوښتنو ته پام سره هڅه وکړه، چې دا سړک له سره په اساسي ډول جوړ او پراخ کړي، چې خوشبختانه د همدې هلو ځلو په ترڅ کې د ټولګټو چارو وزارت لخوا ورته بودجه منظوره شوه.

د کاروان سراى سړک چې پخوا ٧ متره وو، خو دا ځل ضرورت ته په کتو سره د سړ ک ډبل يا دوه سړکه شو، چې له ګلدان پرته د څوارلس نيم متره په اندازه پراخ شو، يوې او بلې خواته يې لښتي او استنادي دېوالونه هم جوړ شول.

ولايت مقام همېشه تلاش کړى، چې پروژې بايد په لوړ کيفيت سره سرته ورسيږي، ترڅو ټولې ټولګټې پروژې پداسې معياري توګه جوړې شي، چې خلک ترې په اوږدمهاله توګه ګټه پورته کړي.د همدې کار لپاره د نظارت ټيم رامنځته شوى چې وخت نا وخت د هرې پروژې څخه په دوامداره توګه نظارت کوي، همدا دليل دى، چې پدې ور وستيو کالونو کې ترسره شوې پروژې د کيفيت له پلوه د پخوا په پرتله حکومت او ولس دواړو ته د قناعت وړ دي.

خو څو ورځې مخکې يو شمېر کسانو د غلام خان بندر او د کاروان سراى سړک څخه د ليدنې پرمهال رسنيو ته ويلي وو، چې پدې دواړو پروژو کې اختلاس شوى ، نو ځکه يې ساختماني چارې د کيفيت په لحاظ ټيټې دي.

ولايت مقام دا څرګندونې په کلکه ردوي او خپل ولس ته ډاډ ورکوي، چې هېچا ته به ددې اجازه ورنه کړ ي، چې د پروژو چارې بې کيفيته ترسره او کم وخت وروسته بېرته تخريب شي.

د کاروان سراى سړک چې کوم قراردادي ته په مرکز کابل کې ورکړل شوى، د جوړولو وروسته يې پوره يو کال ګرنټي لري، که چېرې پدې کال کې د سړک په هره برخه کې ستونزه منځته راتله، قراردادي شرکت مکلف دى، چې له سره يې په اساسي توګه ورغوي.

ولايت مقام د همدې موضوع د جدي پلټنې په لړ کې د ټولګتو چارو رياست ته دنده سپارلي، چې دا موضوعات له نږدې وڅېړي، هرچېرې چې نيمګړتياوې شتون ولري، بايد بې له ځنډه يې هوارې کړي.د ټولګټو چارو رياست د معلوماتو په اساس د سړک هغه برخې چې نيمګړتياوې لري، علت يې دادى، چې دسړک جوړولو پرمهال د اېتلافي ځواکونو ايسکوګانې يا جالۍ ايښودل شوي وې ، خو اوس قراردادي چمتو دى، چې بېرته يې په اساسي ډول جوړ کړي.

ولايتي اداره يووار بيا د تېر په څېر ټول ولس ته ډاډ او اطمنان ورکوي، چې هېڅ وخت به چاته پدې جنګ ځپلي خاوره کې چې هره ورځ د شهيدانو وينې بهيږي،اجازه ورنه کړي، چې د خپلو شخصي ګټو د خونديتوب لپاره په ملي پروژو لوبې وکړي، بلکې هرقراردادي که دا ډول کړنو ته زړ ه ښه کړي، بې له ځنډه به د نافذا قوانينو په رڼا کې مجازات او شرکت به يې تور لېست ته ولويږي.همداشان په ټولو قراردادي شرکتونو هم غږ کوي، چې د خپل اسلامي او ملي مسووليت پربنسټ دې په پروژو کې د پلان، نقشې ، مشخصاتو مطابق معياري او اساسي کار وکړي، ترڅو دا ملت چې د لسيزو، لسيزو راپدېخوا سختو جنګونو ، ناامنيو او احتياجيو ځپلى دى، د ارامۍ، سوکالۍ، ترقۍ او پرمختګ ساه واخلي.
په درناوي

د خوست ولايت مقام
٢-٢-١٣٩٤ چهارشنبه

One thought on “د غلام خان او کاروان سراى سړکونو په هکله د خوست ولايت مقام اعلاميه”
  1. دنیا وال دقضاوت وکړی ! دوالی په قول چه موږهمیشه تلاش کړی چه پروژی باید لوړ کیفیت ولری .
    دروغجن رښتیا حافظه نلری دغلام خان سرک- دکاروان سرا سرک به تاسو لیدلی وی چه بیرته تیکه تیکه خاوری -شګی -سیمنت یی له ورایه جدا جدا لیدل کیږی څومره ښه دقدر وړ خدمت خوی څکه کړی چه شګی نه به خاوره جدا شی او دوباره به سره سیمینت او شګه ګده شی روغ کیفیت به ورکړی څکه والی صیب خرابی پروژی نه جوړوی تاسو صبر وکړی وارخطا کیږی مه ټول خوست به ګل او ګلزار کړی تاسوته کار او روزګار پیداکوی که سرک ژر خراب نشی تاسوته کار پیداکیږی ؟ نه تاسو داوران ویجاړ او شرمونکی حالت ولید افرین ورته ووایاست دوباره دکار زمینه مساعده شوه متوازن متوازن متوازن څومره ښکلی کلمه متوازن حرکت شروع شویده دخوست ټول خلکیی استقبالوی دا منفی حرکتونه خو باید استقبال شی او والی صیب باید تقدیر شی تقدیر نامی تحصینامی او ستا ینلیکونه باید ورکړه شی انشاالله ډیر ژر به مکافات شی دشهیدانو وارثین کابل ته راورسیدل دژوبلو کسانو وارثین هم په راتلو دی غواړی دوالی صیب نه مننه وکړی خو دمیلمه کوت باغ کی څکه دهندو فارم بودجه تر اوسه نده مصرف شوی دای څای او وخت ده چه باید مصرف شی دهندو فارم دبلند منزلو بودجه به وروسته منظوره شی تا سو تشویش مکوی .
    په اخر کی دټولو لوستونکو نه هیله کوم په مطلب څانونه پوه کړی دا ټول منفی اړ خونه دده دنده وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *