کابینه

 ليډينګ سټوري / اداره –

افغانانو د هیلو غوټۍ مخ پر غوړېدو شوې، د تحلیف په مراسمو کې د ولسمشر اشرف غني هر اړخیزه، جامع، عالمانه او قاطعانه وینا د ورځنیو سیاسي تحلیلو او تبصرو خاصه، جالبه او د بحث وړ موضوع شوه ، د غلو، غاصبینو،مفسدینو، قاچاقبرو، خاینانو او جنایتکارانو په زړو یو ډول وهم ننووت چې د اشرف غني قاطعانه قانوني قهر به یې د محاسبې د بلا په خوله ورننباسي.

بدبختانه چي همغسي ونه شول، دا دی د نوي حکومت اووه مياشتي تیري شوي چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د چوکېو پر وېش نه سره جوړيدل، خو بل اخيره جوړ شول او تيره سي شنبه (د اپرېل پر ۲۱ مه) افغان ولسمشر اشرف غني له ۱۶ نويو وزيرانو د لوړې په اخيستو د “ملی يووالي” حکومت نژدې بشپړ ياد کړ.

دغه ټول وزيران چې په کابل کې يې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لوړې مراسم ترسره شول، په کابينه کې نوې څېرې، او د لومړي ځل لپاره یې څلور ښځې وي.

دغه ۱۶ وزیران چې په دا وروستیو کې ولسي جرګې ته ور پېژندل شول د شنبې پر ورځ یې د باور رایې تر لاسه کړې.

د دغو وزيرانو څلور مېرمنې يې، دلبر نظري د ښځو د چارو وزیره، فریده مومند د لوړو زده کړو وزیره، نسرین اوریاخیل د کار او ټولنیزو چارو وزیره او سلامت عظیمي د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وزیره شوه.

همایون رسا د سوداګرۍ او صنایعو، عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، اسد الله ضمیر د کرنې او مالدارۍ وزیر، محمد ګلاب منګل د قبایلو او سرحداتو وزیر، محمود بلیغ د عامې روغتیا وزیر، عبدالستار مراد د اقتصاد وزیر، محمد الله بتاش د ترانسپورت وزیر او اسد الله حنیف بلخي د پوهنې وزیر په توګه خپل کارونه پیل کړل.

همدارنګه سید سعادت منصور نادري د ښار جوړونې وزیر، عبدالبصیر انور د عدلیې وزیر، عبدالرزاق وحیدي د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر اوعلی احمد عثماني د اوبو اوبرېښنا وزیر په توګه وپېژندل شول.

دا ۱۶ وزیران په دویم دور کې د ملي يووالي د حکومت له خوا ولسي جرګې ته ور وپېژاندل شول، لومړي دور کې ۱۹ وزیران ولسي جرګې ته ور معرفي شوي وو چې یوازې ۹ تنو یې د باور رایې تر لاسه کړې وي.

که څه هم ۱۶ نويو وزيرانو د تائيد رايې تر لاسه کړي خو لا تر اوسه هم کابینه بشپړه شوې نه ده او د دفاع وزارت ته یې لا څوک نه دي نومولي

دفاع وزارت مو په داسي حال کي بي وزيره دی چي په ټول افغانستان کې د جنګ او یوه نوي بحران لړزوونکي او تباکوونکي موجونه راپورته شوي دي، پر بدخشان، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، هلمند، کندهار، کابل اونورو سیمو سم محشر جوړ دی،د هیچا مسولیت نه دی مالوم، ټول چارواکي سرپرستان دي، نه څوک مقرري کولای شي او نه هم منفکي و تبدیلي.

اما د صلاحیتو حدو حدود هم ورک دي، که هر څوک هر څه وکړي د سوال و جواب نه مرجع مالومه ده او نه هم درک.

د بدخشان په جرم ولسوالۍ کي د لسګونو پوليسو په شهادت رسونه د تاریخ بېساري لوی جنایت وو، د جلال اباد ښار د مخابراتو پر چوک د کابل بانک مخ ته ځانمرګي حمله تر جنایت ور پورته فاجعه وه، د تيري يکښنبي په ورځ د لښکرګاه ښار په لومړي امنيتي حوزي بريد د افغان پوځ تر قاشوغو پوري د مخالفینو رسېدل ښیي؛ نور ځایونه خو به خبره ورانه وي چې ده، په پلازمېنه کابل کې هم کابل ښاريان خپل مالونه او سرونه خوندي نه بولي.

نتیجه دا ده چې سوله و ثبات یوازي د عامو افغانانو ضرورت دی نه د سیمي، دنیاوالو او کورنیو موجودو فاسدو واکمنو او د هغو د بې رحمو مخالفانو.

اوس نو هغوی چې په رښتیا وطن مین، روشنفکره، مدني مغزلرونکي، د افغانستان د شرف شریف ساتونکي او خواخوږي دي، د امتحان میدان یې پر مخ پرانستی پروت دی، نن دوی باید ټول سره راټول او همږغي شي، د اصولو او انسانیت په یوه منطقي چوکاټ کې سره منسجم شي

او د خپل کور، ورور، مور خور او ملي حیثیت ژغورنې سیاسي او عدم تشدد مبارزې ته دې په یوه آواز را ووزي.

همدا یې وخت دی ، که موږ په دې ورځو کي هم یا بې تفاوته او غافل پاته شو، یا محافظه کار او بېکار، بیا نو نه د تاریخ د بخښلو یو، نه د راتلونکو نسلو، نه د وجدان او نه هم د خدای.

ودان افغانستان ګوند دې ډګر ته را وتلی دی، له خودغرضو پرته یې پر هر چا د ورورۍ او ملګرۍ ږغ دی.

د وطن دا بده او توره ورځ له موږ اوتاسو پرته هیڅوک نه شي رڼا کولای، راځئ له ملي وحدت حکومت سره همکار شو او د امن غوښتنه ورڅخه وکړو.

همدا يې وخت دی.

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۱) ګڼه\ چارشنبه\ثور ۲\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *