نوراحمد حیران ــ پکتيا – د پکتيا ولايت په څمکني ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې درې تنه وژل شوي او يو ټپي شوی دی.
ولايتي چارواکي وايي پېښه چهارشنبه ماښام د څمکني ولسوالۍ په سليمانخېل سيمه کې شوې ده.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وويل چې پېښه د دوو کورنيو ترمنځ د نيم جريب ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوه.
د سهي په خبره په شخړه کې د يوې کورنۍ يو تن وژل شوی او د بلې هغې دوه تنه وژل شوي او يو بل يې ژوبل شوی دی.
نوموړي د پېښې په اړه نور څه ونه ويل خو وايي په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
پکتيا يو له هغو ولايتونو څخه دی چې ډېر وخت په کې د ځمکو او غرونو د ملکيتونو پر سر شخړې رامنځته کيږي او ډېر ځله په مرګ ژوبله پای مومي.