خبریال: میرویس جلالزی – د امریکا دولت وایي چې افغان پوځيان د هغو نږدې ۹۵۰۰۰ نقلیه او جنګي ترانسپورتي وسایطو ساتنه، څارنه او ترمیم نه شي کولای چې امریکا ورکړي دي.
د امریکا د دولت د څارونکو له لوری د یوه تحقیق پایلي ښيي چې د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونه نه شي کولای د امریکا له لوري له ۲۰۰۵ کال راهیسي له دوی سره د مرسته شویو همفي، رینجر، ټانکونو، فورډ بس موټرونو، صحرایي موټرسایکلونو او زغره والو جیپانو ساتنه، پالنه او ترمیم وکړي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو یو شمیر بهرني سلاکاران هم په دې باور نه لري چې ګوندي افغان ملي قواوې دي دوی ته د امریکا او ایتلافي قواوو له لوري د ورکړل شویو زغره والو ګاډو ساتنه او ترمیم وکړای شي.
د امریکا د دفاع وزارت سرچینې وايي چې د افغان ځواکونو د دې کمزوری یو لوی لامل د (CSTC _A ) یا د افغانستان لپاره د ناټو د روزنیزماموریت د قوماندانۍ کمزوری مدیرریت دی.
چارواکي وايي چې دغه روزنیز او تجهیزاتي ماموریت له لوري افغان قواوو ته داسي سیستمونه نه دي نصب کړای شوي او نه پکې روزنه ورکړل شوې چې پوځي وسایل په ماموریتونو کې له یوې واحدې قوماندانۍ تعقیب او تر پر له پسې یا پل په پل څارنې لاندي ونیسي.
په همدې حال کې ویل کیږي چې د امریکا تربیوي او تجهیزاتي مامورینو افغان لوري ته دا وسایل په داسي حال کې سپارلي چې اوس تسلیم شوي افغان ادارې نه شي کولای په سمه توګه د یادو وسایطو د شمیر او موجودیت په اړه دوي ته راپور ورکړي او تر څنګ یي هغوي دا وسایل په پوره بي غورۍ تر لاسه کړي او ویل شوي چې هیڅ کله یي هم فکر نه کاوه چې کومه مرجع به ترینه صبا ورځ پوښتنه کوي.
په همدې حال کې هغو امریکايي پوځي چارواکو او مشاورینو هم په دې باب د امریکې دفاع وزارت ته پر وخت او منظم راپورونه نه دي سپارلي.
په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت هم په خپله ویب پاڼه کې منلي چې د دوي له لوري افغان پوځیانو ته د ملیاردونو ډالرو په ارزښت اخیستل شوي نقلیه واسطي په پراخه کچه د نظامي اهدافو پر ځای د افغان صاحب منصبانو له لوری د شخصي کارونو لپاره کارول شوي او اوس هم کارول کیږي او دغه ځواکونه اوس نه شي کولای د امریکايي یا نورو ناټو غړو د مرستي پرته یو شمیر دغه خرابي شوي واسطي ترمیم کړي.
د امریکا دفاع وزارت همدا راز ویلي چې ( CSTC _A ) قوماندانۍ باید د ناټو د مرکزي قوماندانۍ له لاري افغان ځواکونو ته د ورکړل شویو دغو ۹۵۰۰۰ واسطو په باب معلومات ورکړي چې په کومو ډیتابیسونو کې ثبتي کړای شوي او څومره یي ورک او په کوم شمیر کې یې له فعالیته لویدلي دي.
پدی کی هيڅ شک نشته چه دلته هيڅ روزنه نشته. د خيرات ويش دی هرچاته چه سومره په لاس ورسي اخلي يي.
که ګاونډي پاکستان ته وګورو د انګريزانو ورکړي موتران يي تر اوسه داسی ساتلي چه لکه د آينی مخ پکی خکاري. خو دلته په تاسف سره وايم چه هيس هم نشته. په پل محمودخان کی نظامي افسران خپلو رينرو او جيپانو کی دولتي تيل په دکاندارانو خرڅوي او څو وار می په يو ځای ليدلي چه پنځلس بوشکی تيل يي يو دکان ته ورکړي. تراوسه زمونګ افسران د اردو او د دکاندارۍ فرق نشي کولای او نه هم د خپل معيوب سرباز لاس نيوی کولای شي او د مجبوری ورځ په چوک کی سوال کوي او يا يي هم پوډرو ته مخه کړيده.