تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د اسلامي دولت وسله واله ډله د روسیې اصلي دښمنه وبلله او خبرداری یې ورکړ چې په سلګونو روسي اتباع چې له دې ډلې سره د سوریې او عراق په جګړه کې ملګري شوي، کېدای شي د روسیې په خاوره کې حملې وکړي.
لاوروف د چهارشنبې په ورځ د روسیې ایکو مسکوفي، ګورفیرت موسکوفا او سپوتنیک راډیوګانو ته وویل:«زه اسلامي دولت اوس خپل لوی دښمن ګڼم، په دې دلیل چې په سلګونو روسي اتباع، په سلګونو اروپایان، په سلګونو امریکایان د اسلامي دولت په لیکو کې جنګېږي، همداراز د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو اتباع.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې ترڅنګ د جنګېدونکو روسانو د خطر په وړاندې خبرداری ورکړ.
تر لاوروف مخکې نورو روسي چارواکو هم روسیې ته د اسلامي دولت د وسله والې ډلې د خطر په وړاندې خبرداري ورکړي ول.
له بلې خوا د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازي ضمیر کابلوف نن انټرفکس خبري اژانس ته وویل چې چې داعش یا د اسلامي دولت وسله واله سختدریځه ډله به د سږ کال تر پایه پوري د افغانستان لپاره پر لوی خطر بدله شي.
ضمیر کابلوف انټرفکس خبري اژانس ته وویل:«د افغانستان په ځینو سیمو کې ممکن داسي حالات رامنځته شي چې درې خواوې له یو بل سره ښکېلې شي. په داسي حالت کې به د حکومت لپاره کار اسانه شي. خو فکر نه کوم چې د طالبانو او داعش ترمنځ شخړه نه حل کېدونکې وي.»
ده همداراز وویل:«که داعش وتوانېږي چې طالبان د ځان اطاعت ته راضي کړي، د افغانستان حکومت به له جدي او قوت سره مخامخ شي چې دا به لا غښتلی جګړې ته تږی ځواک وي. په داسي صورت کې به د افغانستان حکومت ته ګرانه وي چې له دوی سره مبارزه وکړي.»