امریکا د القاعده له لوري دوه برمته شوي کسان ووژل

تاند- سپینې ماڼۍ وویل چې د امریکا په تروریستي ضد عملیاتو کې، چې د جنورۍ په میاشت کې یې کړي وو، په تصادفي ډول د القاعده شبکې له لوري دوه برمته شوي کسان وژل شوي دي.

یو امریکايي، چې وارین وینسټین (Warren Weinstein) نومېده او یو ایټالیايي، چې ګیوفاني لو (Giovanni Lo Porto) پورتو نومېده، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې د امریکايي پوځیانو د تروریستي عملیاتو په لړ کې وژل شوي دي.

ولسمشر بارک اوباما د هغوی وژل کېدا دردوونکې ضایعه بللې ده.

دوه نور امریکایان هم، چې باور کېږي د القاعده غړي ول، وژل شوي دي. د هغوی یو تن له دوو برمته شویو کسانو سره وژل شوی دی.

سپینې ماڼۍ وویل، د القاعده یو مشر احمد فاروق له دوو یرغمل شویو کسانو سره یوځای وژل شوی خو ادم ګدان، چې یو وخت د القاعده ویاند ګڼل کېده، په جلا عملیاتو کې وژل شوی دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس ته امریکايي چارواکو، چې نومونه یې نه دي یاد شوي، ویلي چې یرغمل شوي کسان د سي آی اې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.

عکس وارن وینسټین دی. نوموړی په ۲۰۱۳ میلادي کال په یوه ویدیو کې ښکاره شوی و.

د ده عمر ۷۲ کاله ښودل شوی او ویل شوي چې د پرمختیايي چارو کارکوونکی و او په ۲۰۱۱ میلادي کال د پاکستان له لاهور څخه وتښۍتول شو. ده، چې پر اقتصادي پروژو کار کاوه، په پاکستان کې ۷ کاله تېر کړي ول.

۳۹ کلن ایټالیايي لوپورتو د ۲۰۱۲ کال په جنورۍ کې د پاکستان په ملتان کې تښتول شوی و.

کدان څو و؟

ګدان
ګدان

ګدان په کلیفورنیا کې لوی شوی، اسلام ته له اوښتو وروسته یې خپل نوم بدل کړ. په ۱۹۹۸ میلادي کال پاکستان ته لاړ چې له القاعده سره د ترجمان په توګه کار وکړي.

پر نوموړي په امریکا کې د قصدي اور بلولو تور پوری شوی و او ۱ ملیون ډالره جایزه پرې اېښودل شوې وه.

ده په ۲۰۱۳ میلادي کال په یوه ویدیو کې له وسله والو سختدریځو وغوښتل چې پر لوېدیځو دیپلوماتانو بریدونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *