د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :

د روژې د مبارکې میاشتې په مناسب د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس  د ۳۳ ګڼه عفوې فرمان له مخې د اروزګان ولایت له مرکزي زندان څخه ۹ زندانیان آزاد شول.

اروزګان والي امیرمحمد آخندزاده زندانیاتو ته د خبرو پرمهال وویل چې خوښ یم تاسې نن ورځ له کورنیو او بچیانو سره یو ځای کیږی خو هیله مو داده ترڅو د خپلې کورنۍ او ټولنې په وړاندې خپل مسؤلیت په سمه توګه اداکړئ آخندزاده زیاته کړه دامهال په هیواد کې وسله وال مخالفین د خپلې جګړې د دوام لپاره هیڅ موجه دلیل له ځانه سره نه لري بهرني ځواکونه هم له هیواده د وتلو په حال کې دي، په هیواد کې جګړه یوازې د ورور وژنې په معنی ده نوموړٍي ګاونډي هیوادونه په ځانګړې توګه پاکستان په دې تورن کړ چې له څول لسیزو راپدیخوا د خپلو شومو ګټو لپاره یې د افغانانو ترمنځ د نفاق اور بل او افغانان یې ورور وژلو او هیواد ویجاړولو ته هڅولي، والي له خوشي شوو زندانیانو څخه وغوښتل ترڅو له دوی سره په ګډه د پوهنې د کچې په لوړولو او دهیواد په ودانولو کې مرسته وکړي.

د اروزګان ولایت د استناف محکمې رییس مولوي محمد جان د خبرو پرمهال وویل چې  د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د جمهور رییس د عفوې د ځانګړي فرمان له مخې ۹ تنه هغه سیاسي بندیان چې د داخلي او بهرني امنیت په ګډوډولو تورن وو له بنده څخه خوشي او له خپلو کورنیو سره به یو ځای شي.

له بند څخه خوشي شوو زندانیانو له بند څخه د خلاصیدو له امله خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړه چې نور به په خپله ټولنه کې د یوه افغان په توګه ژوند کوي.

عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *