د بادغیس په درو ولسوالیو کې نښتې روانې دي

تاند- د بادغیس ولایتي چارواکي تاییدوي چې د دغه ولایت په درو ولسوالیو کې له تېرو درو ورځو راهیسي خال خال نښتې روانې دي.

نن د بادغیس په درو ولسوالیو کې تیت پرک نښتې روانې دي.

د بادغیس د ولایتي شورا ريیس بهاالدین قادیسي وویل چې د نښتو شدت تر پخوا کم شوی او حالات هغسي هم نه دي چې ځیني رسنۍ یې په اړه تبصرې کوي.

«په مجموع کې وضعیت دومره د تشویش وړ نه دی. دولت او ادارې هلته فعالې دي منتها دښمن ځیني فعالیتونه لري چې خلک یې اندېښمن کړي چې ممکن هغوی پرې حملې وکړي، ځیني سیمې ناامنه کړي او د ولسوالیو ارتباطات قطع شي. په مجموع کې همدا اندېښنه شته.»

تر دې مخکې په تېرو څو ورځو کې د بادغیس په بالامرغاب، اب کمري او قادیس کې حالات ترینګلي ول. د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو یاغیانو ترمنځ سختې جګړې روانې وې.

له دې سره په یووخت د بادغیس د والي ویاند میرویس میرزکوال ازادي راډیو ته وویل چې د بادغیس په درو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ د نښتو په نتیجه کې، چې د سې شنبې له ورځې پیل شوې وې، د ۸ پولیسو په ګډون لس تنه وژل شوي او دوه پولیس بې درکه شوي دي.

د بادغیس د ولایتي شورا د رييس ښاغلي قادیسي په وینا په نښتو کې ملکیانو او همداراز وسله والو یاغیانو ته هم مرګ ژوبلې اوښتي او د سیمو ګڼ شمېر خلک یې مجبوره کړي چې کور – اور پرېږدي.

«ټول له کورونو او مېنو وتلي دي، یوازې هغوی چې توپک لري او په سنګر کې جنګېږي په سیمه کې شته. نور وتلي، نورو کلیو، دښتو او خوړونو ته یې پناه وړې او یو شمېر کسانو چې امکانات لرل، ځانونه د ولایت په مرکز قلعه نو کې د خپلوانو کره رسولي دي.»

د بادغیس د ولایتي شورا رييس د خپلو خبرو په دوام کې وویل، اوس په دې سیمو کې د جګړې شدت کم شوی، بې ځایه شوي خلک غواړي چې بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي خو مرستو ته اړتیا لري.

بهاالدین قادیسي زیاته کړه، له بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې لپاره د والي، د اضطراري حالت د کمېټې او د مهاجرو د ادارې له لوري غور روان دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *