تاند- چین نن/جمعه/ د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو په غبرګون کې له بېلابېلو خواوو وغوښتل چې د خبرو له لارې د سیاسي حل د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هونګ لي په پیکینګ کې یوې خبري غونډې ته وویل:«چین تل په دې باور لرلی چې په افغانستان کې د ستونزې د هواري په حقیقت ولاړه حللار د پخلاینې له لطریقه ترلاسه کېږي.

موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان له لوري د پخلاینې د وړاندې شوي بهیر ملاتړ کوو، او په بېلابېلو افغان خواوو ږغ کوو چې د خبرواترو له لارې د سیاسي حللارې د موندلو هڅه وکړي.»

ده دا هم وویل چې چین په دې برخه کې د رغنده رول لوبولو ته تیار دی.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جمعې له ورځې به پسرلني عملیات پیل کړي.

طالبانو دا اعلان له دې سره سره وکړ چې د راپورونو پر اساس د پاکستان د پوځ مشرانو افغان چارواکو ته ډاډ ورکړ چې طالب مشران د سولې خبرو ته تیار شوي دي.

په همدې حال کې پاکستاني رسنۍ وايي چې چین له پاکستانه غوښتي چې له افغانستان سره اړیکې ښې او اقتصادي ارتباطات پراخ کړي.

د پاکستان دي نیوز ورځپاڼه وايي چې پاکستان د چین له غوښتنې وروسته پرېکړه وکړه چې له افغانستان سره خپلې تجارتي لارې، چې اوس ۴ دي، ۱۶ ته زیاتې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *