د روښانتیا
روښانتيا د لکچرونو لړۍ

وړاندي کوونکی: مولوي وکیل احمد متوکل/ څلورمه برخه

ترتيبوونکی: سعيد شينواری

بدلون اوونيزه/ لومړی کال(۳۱) ګڼه/ چارشنبه/ ثور ۲\ ۱۳۹۴

ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان

پوښتنې:

محمدیار: زما له مولوي صاحب څخه د دوی د واکمنۍ له مهاله یوه ډېره جالبه خاطره په یاد ده.

موږ له ملا او طالب څخه داسې تصور لرو چې د دوی په مخ کې موږ خبره نشو کولای او څه چې بیا دوی واک ته ورسېږي او په قدرت کې وي نو بیا خو یې پر وړاندې بیخي جرئت نه شو کولای.

زما په یاد دي چې کله مولوي صاحب د بهرنیو چارو وزیر و. د کندهار اطلاعاتو کلتور ریاست ته استاد لعل پاچا ازمون راغلی و، له عبدالحی مطمئن سره ناست وو، دی (مولوي متوکل) هم راغی، نو د ده یوه خبره مې په یاد ده چې ویل یې ما خپلو مطبوعاتي کسانو ته وویل چې کله څوک د طالبانو اخبار راپورته کړي، نو سړی فکر کوي چې دا خو د انسانانو په اړه په کې خبرې نه دي لیکل شوي بلکې دا د فرشتو په اړه دي چې هېڅ ګناه نه لري.

هدف یې دا و چې تاسې که تبلیغ کوئ نو نقد هم وکړئ، یعنې دا اوس چې مولوي صاحب کومې خبرې کوي، دا یې په همغه وخت کې هم کولې او زه یې شاهد یم، توصیه یې کوله چې تاسې د حکومت پر منفي اړخونو هم وږغېږئ، چا چې هغه وخت دا جرئت کړی و له سختو ستونزو سره مخ شول، خو موږ ته د مولوي صاحب پراخ نظري له هغه وخته معلومه ده، له ملګرو مې هیله ده چې خپلې پوښتنې په جرئت او ازاد ډول مطرح کړي.

زه به ستاسې په اجازه پوښتنه وکړم:

مولوي صاحب محترم! مسئله خو ډېره زیاته پراخه ده او زموږ بحران ډېر زیات ژور دی په دې هیله چې نور وخت هم تکلیف درکړو او زموږ پوښتنې وخت ناوخت ځواب کړئ.

تاسې په اروپا کې د سیکولر نظام خبره وکړه چې هلته هېوادونه سیکولر نظامونه لري خو بیا هم د دین څرکونه په کې لګېږي. په افغانستان کې له بده مرغه داسې وضعیت راغلی چې سړی په جرئت خپل نظر نه شي مطرح کولای. په دې معنا چې که سړی یوه خبره وکړي نو دستي ټاپه پرې د اخواني، طالب او که ازاده خبره وکړي بیا پرې د سیکولر ټاپه لګول کېږي.

اوس په اروپا کې خو له عیسویته څخه سوء استفاده کېدله او انسان هلته په تیاره کې ساتل شوی و، د دین په نوم په کې د وسیلې په توګه شخصي ګټې ساتل کېدلې اما انسان ورسره په تکلیف و، بیا چې دوی دین له سیاسته جلا کوي نو هلته بیا څوک د دین په نوم بل کس نه شي تېر ایستلای، په افغانستان کې زموږ په ژوندي تاریخ کې چې زموږ څومره په یاد دي له دین څخه هماغسې د وسیلې په توګه استفاده شوې ده، اوس هم دا چاره روانه ده، اوس اساسي حل څه دی؟ د اروپا تجربه دلته باید تکرار؟ یا بل داسې کار وشي چې هم دین ته د دغسې خلکو له لاسه نجات ورکړل شي، هم دین بدنام نه شي لکه اوس چې د تروریزم په نوم باندې په ټوله دنیا کې د اسلام مبارک دین په اړه خلک متنفر شوي دي او که نه له یوې بلې معقولې لارې داسې ریفورمونه او اصلاحات راوستل شي چې موږ د یو مسلمان قوم په حیث له بحرانه څخه راووځو؟

متوکل:

د سیکولریزم پر موضوع باندې باید ډاکټر عبدالقیوم مومند یو څه ووایي، تر هغه وروسته به یو څه خبرې بیا زه وکړم.

ډاکتر عبدالقیوم مومند:

که د سیکولریزم پر مسئله سړی عمیقې مطالعې ته ولاړ شي، داسې نه ده لکه څنګه چې موږ پرې پوهېږو، د دین او د مذهب دوه لارې دي سره په خپلو کې، کاتولیک چرچ چې په هغه وخت کې یوازنی مذهب و، له مذهب نه یې ناوړه استفادې وکړې او خلک ترې تنګ ته راغلل، بالاخره ولس یا همدا خلک په دوی پسې راجګ شول، یو نوښت یې راوست او د دې نوښت هدف دا و چې د چرچ تاثیر له حکومتي چارو څخه کم کړي، په دې معنا چې چرچ باید د حکومت په تصامیمو کې چې هغه له ورځني ژوند سره په اقتصادي برخو کې، په سیاسي برخو کې تاثیر ونه لري.

منتها دین بیا هم د ټولنې په اجتماعي برخه کې، سره له دې چې دغه نهضت هم رامنځته شو خو بیا هم موثر پاتې شو، د مارتین لوتر هدف دا نه و چې چرچ او حکومت بېخي سره جلا شي، د هغه هدف دا و چې دغه چرچ د انسانانو له سیاسي ژوند نه چې په هغه کې اقتصادي او ځینې نور مسایل مطرح وو، له دې څخه لږه فاصله ونیسي. هغه هم یو مذهبي سړی و، خپله مارتین لوتر په مذهب کې ځینې نوښتونه راوستل، فرضاً کاتولیک مذهب د دوی مشرانو ته د واده اجازه نه ورکوله، ده اجازه ورکړه؛ دوی خپل پاچا ته چې یوه ښځه به یې لرله د بل واده اجازه نه ور کوله ترهغې چې لومړنۍ به یې طلاقه کړې نه وه، خو د ده مذهب پروتستانت اجازه ورکړه.

د ځينو نورو قوانینو تر منځ یې د روژې په مسایلو کې ورته تغیرات راوستل، له دې نوښتونو نه یې هدف دا و چې خلک په حکومتي چارو کې یو څه ازادي ولري او له هغه ظلم و استبداد څخه چې د هغه وخت خلک پرې اخته وو، ولسونه خلاص شي.

له بده مرغه چې کله دغه سلسله شلمې پېړۍ ته راوځي دلته په کې چپي افکار هم د نولسمې پېړۍ په اخره کې دې نظریې ته ورداخلېږي چې هغه افکار د مارکس او اینګلز په فطرت کې رامنځته کېږي او سیکولریزم ته یو نوی رنګ ورکوي.

هغوی مذهب بېخي د جامعې مضر عنصر یا تریاک ګڼي چې ګواکې خلک له دې لارې متضرره کېږي. دا سلسله بالاخره د شلمې پېړۍ اوایلو ته راځي، په اروپا کې یو څه تاثیرات لري، خو منتها اصلي تاثیرات یې له دوهم جنګ جهاني نه وروسته امریکې ته ځي چې هلته نور هم رونق وصولوي.

تر ۱۹۲۳ کال پورې په امریکا کې ښځو حق نه درلود چې ووټ ورکړي او دا حق ښځو په همدې کال پیدا کړ. اوس دغه مفهوم بېخي غلط استعمالېږي، په دې معنا چې که چاته د سیکولریزم خبره وکړي هغوی داسې فکر کوي چې سیاست او مذهب سره دوه جلا لارې دي.

اما که په عملي لحاظ سره وګورئ، را به شو هغه هېواد ته چې د سیکولریزم بنیاد ګڼل کېږي هغه انګلستان دی.

په انګلستان کې ولې پاچاهي له منځه نه ځي؟ ځکه پاچاهي د انګلستان د مذهب ساتونکې ده. د پروتستانت مذهب ساتونکې د پاچا کورنۍ ده او د همدې مذهب د ساتلو لپاره دوی شاهي نظام هم ساتلی دی.

هغه چې راځي هم خپله خبره د چرچ په نامه باندې شروع کوي او چې ځي هم خپله خبره د چرچ په نامه باندې پرې کوي.

که امریکا سیکولر حکومت وي، نو ولې دوی په بایبل باندې قسم کوي؟ نو دلته خو د مذهب او دین رول پخپله پیدا کېږي.

کله چې د امریکا جمهور رئیس خپله خبره خلاصوي نو وايي:

May God bless America

خپله د امریکا اساسي قانون چې وګورئ سره له دې چې لیکلي یې دي وی دا پیپل… چې افغانستان هم کاپي ترې کړې مګر خپله که د اساسي قانون محتوا ته سړی داخل شي انګلستان خو له سره اساسي قانون نه لري چې سړی پرې ورشي، هغه خو k law ده او مخ ته ځي… خو که سړی ورته وګوري د مذهب تاثیرات په کې موجود دي. خپله د امریکا رئیس جمهور بش یو مذهبي سړی و.

همداسې نور هم تېر شوي، نو دا یو لنډ پس منظر و چې ما وړاندې کړ، خو دلته په افغانستان کې ترې ډېره غلطه استفاده کېږي، دا غلطه استفاده هم زموږ د خلکو د ناپوهۍ وجه ده، نور کوم مشکل نشته.

متوکل:

هغه د سعودي د تجربې خبره دې ونه کړه چې مقدسه پلازمېنه ده.

ډاکتر مومند:

خندا… هو که لږ وړاندې ولاړ شو، دا د سیکولریزم خبره اصلاً ابن تیمیه را ایستلې ده. ( دا خبره مطلقاً نه کوم ځکه څوک مې بیا پرې ګنهګار ونه نیسي.)

ابن تیمیه په خپل وخت کې یوه رساله خپره کړه او ویې ویل، دغه انساني ژوند دومره پرمختګ کړی دی چې د یو خلیفه لپاره دا مشکله ده چې هم د دنیا کارونه مخته بوځي او هم د دین.

د دې په خاطر چې نظامي کارونه (هلته خو نظامي کارونه ډېر مهم وو، نور خو پاچا بل څه نه لرل یا به یې جنګ کاوه او یا به یې پر خلکو حکومت کاوه.) یا د نظام سلسله محکمه شي، هغه وړاندیز وکړ چې خلیفه باید یو سلطان مقرر کړي. هغه ته واک ور کړي چې نظامي چارې هم پر مخ بوځي او ضمناً دولتي- اقتصادي چارې، چې له مذهب سره تړاو نه لري، دا مخته بوځي خو هغه هم د شریعت په چوکاټ کې.

دا چوکاټ به ورته خلیفه جوړوي، لارښود به ورته جوړوي نور به نو سلطان دا ټول کارونه مخته بوځي.

چې دا هم وشول، باالآخره خبره پر دې شوه چې محمد بن عبدالوهاب له ابن تیمیه نه خپل نظریات راواخیستل، محمد بن عبدالوهاب خپله یو مذهبي سړی و، هغه ولسي ملاتړ نه درلود، زموږ په حساب یو ملا و….

عالم سړی و، په علمیت کې یې شک نشته او سعود چې و، یو قومي سړی و، له نجد نه راغلی و، دی حجازي هم نه دی بلکې نجدي دی، پر نجد سربېره یې په حجاز کې هم ملاتړ ترلاسه کړ، ده بیا مذهبي وزن نه درلود چې خپل ملت یې په ځان پسې را یوځای کړی وای، بالآخره دواړه سره یو ځای شول، یو ایتلاف یې وکړ او سعودي عربستان یې رامنځته کړ.

البته په زړه مرحله کې چې بیا ورپسې بېرته انګریزان راغلل دوی یې له منځه یووړل او اوسني سعودیان په دوهمه مرحله کې راغلل، اوس د سعودي سیسټم داسې شوی چې ملایان یې کرایي ملایان دي، کرايي په دې معنا چې حکومت ټاکلي او هر هغه څه وايي چې د سعودي حکومت یې ورته وايي.

هغه د ابن تیمیه رساله دوی نه پر ځای کوي چې خپله د سعودي د حکومت سیسټم وڅېړي او دا معلومه کړي چې ایا دا حکومت پر شریعت روان دی که نه دی؟

پر شریعت تګ یوازې دا نه دی چې ته پنځه وخته لمونځ وکړه، مکه معظمه ښه وساته یا مدینه منوره پاکه وساته، هغه هم پاکه نه ده، هلته دې زموږ ستاسې ټولو نصیب وشي، چې هغه سړکونه یې وګورئ، سړکونه یې پراخه دي، خو د حرم شریف نه دېخوا ته ټول ځای ککړ دی. هلته په شرع کې د خلکو د ژوند مسئله مطرح وه، د عدالت مسئله مطرح وه، د خلکو حقوق مطرح وو چې اوس یې سعودي نه پر ځای کوي.

نوربيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *