خبریال: نوراحمد حیران – په پکتيا کې نن /جمعه/ په دوو جلا پېښو کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
لومړۍ پېښه په احمدابا ولسوالۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو د ريیس په موټر پسې شوې چې دی خپله پکې زخمي شوی او يو بل کس وژل شوی دی.
ولايتي مسؤلان وايي چې د قومونو او قبايلو پر ريیس ډګروال محمد حنيف هغه مهال بريد وشو چې د جمعې له لمانځه د راګرځېدو په حال کې و.
د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخيل وايي چادونه د نښلوونکي ماين په واسطه شوې ده چې د ريیس ډګروال حنيف احمدزي په موټر پسې نښلول شوی و.
د يو بل خبر له مخې د پکتيا ولايت د سيدکرم ولسوالۍ په عالم ګۍ سيمه کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله څلور ماشومان ټپيان شوي او يو بل وژل شوی دی.
د سيمې ځیني خلک ګومان کوي چې مرګ ژوبله د امنيتي ځواکونو له لوري د توغول شوي توغندي له امله بولي او وايي چې دغه توغندی د ورڅيرمه پوستې له لوري ويشتل شوی.
خو د پکتيا امنيه قومندان دغه پيښه د توغول شوي توغندي له امله نه، بلکې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله بولي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې پېښو په اړه څه نه دي ويلي خو د وسلوالو طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې په ټول هېواد کې د عزم په نوم یې عمليات پيل کړي چې نن ورځ يې نږدي ۱۰۸ بريدونه تر سره کړي دي.