استاد شاه محمود حسرت چې په هلمند کې مشر ليکوال دی، ګڼې تاريخي او څېړنيزې مقالې يې ليکلي دي.
ويناوالو استاد حسرت د کار سړی او تاريخي ليکوال ياد کړ.
د ليکوالو او د کار سړيو د لمانځغونډو دغه لړۍ له تېر يوه کال راهيسې د يادې ټولنې لخوا روانه ده چې استاد شا محمد حسرت يې اووم د کار سړی ولمانځه.
د يادې ټولنې مشر عبدالهادي عمري د ژوند فرهنګي ټولنې د هڅو د راپور تر اورولو وروسته استاد حسرت د کار سړی او په هلمند کې يې په ادبي برخه کې د مقاله ليکلو مخکښ وباله.
نوموړي دا هم وويل چې د ژوند فرهنګي ټولنه به په هلمند کې د کار سړيو ته د دوی په ژوند لمانځغونډې جوړوي، ترڅو د دوی له تجربو او ژوند تنکي او نوي ليکوال خبر شي.
د دې ترڅنګ ليکوال او د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد په خپلو خبرو کې استاد شا محمود حسرت يو تاريخي ليکوال وباله.
همدرد وويل: استاد حسرت لسګونه تاريخي، ادبي او نورو برخو کې بېلابېلې مقالې ليکلي چې نوي نسل او په ځانګړي ډول ځوانانو ته پکې يو عالم تجربې خوندي دي.
په غونډه کې نورو بېلابېلو ويناوالو استاد شا محمود حسرت د کار سړی ياد کړ او د نوموړي ستايل يې دده حق وباله.
تر دې مخکې هم د ژوند فرهنګي ټولنې د هلمند ژوندي ليکوال او مخکښان ستايلي او لمانځغونډې يې ورته جوړې کړي.
د يادې ټولنې مسؤلين ژمنه کوي چې ټولو ژوندي او د کار خلک به د لمانځغونډو په ترڅ کې ستايي او هغه دود به له منځه وړي چې چې پښتانه خپل د کار خلک له مرګ وروسته لمانځي.