د قرار داد پاڼه يې راواخيسته او په لومړي مخ کې يې تم شو، زړه يې له خوښۍ بې واره درزا کوله خو غوښتل يې ځان ساده او همغسې عادي وښيي ، ملګري ژباړن ته يې وکتل او يو څه په ستړې لهجه يې وويل
ياني مرګونه هم په کې شته ؟
ژباړن امريکايي قومندان ته ځير شو او بيا يې ده ته وکتل
نه نه مه وېرېږه ، ته خوپوهېږې چې ددوى کارونه ډېر شفاف او واضح دي ،داهم په احتياطي تدابيرو کې راځي ، دى خو ستاسي د شرکت له کارونو زيات راضي دى او دا ستاسې لپاره ښه چانس دى چې ښه تکړه انجينران درسره کار وکړي .
زړه يې ډاډه شو، سمه ده، وېره مې به مې درلوده يانه، خو وضاحت ښه وي .
له مخکينۍ مادې وړاندې يې بيا دقرار داد همدغه څلورمه ماده چې له انګليسي نه په ګوډه ماته دري ژباړل شوې ولوسته :
“که دساختماني شرکت کوم انجينر د وسله والو له خوا په قتل رسېژي، مونګ حاضر اوسو که شرکت ته د انجينر په سر د پروژې د پيسو پنځمه برخه وريا ورکو چې د هغه فاميل ته يې وسپاري.”
د يوولسمې مادې له لوستلو وروسته يې په يو څو پاڼو لاسليک وکړ او زر د بېز(پوځي اډه ) له دروازې نه راووت، خوله يې له خوښۍ نه راټولېده، هرڅه ددې د توقع نه لوړ و، په ټوډي موټر کې کښناست او دخپل ورور شمېره يې ډايل کړه، د هغه خوا نه غږ راغى
بلې حاجي صيب !
ګوره هلکه سمدستي به کار پرېږدې ، لاړ شه کورته او د همغه انجينر نمبر راکړه چې تېره ورځ مو له انټريو وروسته رد کړ ، زر کړه ، وايم بده ده ، په کار به يې کړو ، ټول کارونه خو موږ خپله نه شو کولى .
قرار داد وشو ؟
له خندا سره يې ځواب ورکړ
هو وايم ريښتيا چې دا ترجمانان دکار خلک دي هرڅه زموږ د توقع نه لوړ تر سره شول، ډېر لوړ !خو هغه نمبر راکړه او نور خپله د پروژې ساحې ته مه ځه ، زر يې نمبر بند کړه ، نور يې خپل ورور ته د خبرو وخت ور نه کړ
له شېبې ځنډ وروسته ټيو ټيو شو
زر يې د مبايل دمسج صفحه خلاصه کړه او په کې راغلې نوې شمېره يې واخيسته
په مبايل کې يې ډايل کړه
له هغې خوا په ډېره خوښۍ غږ راغى
هلو حاجي صيب !
جوړ پخير انجينر صيب
که وزګار يې او وخت لرې د شرکت دفتر ته راشه ، او قرار داد لاسليک کړه نور ورځه مخ په ساحه ،خبره به همغه پخوانۍ وي
د انجينر لکه په خپلو غوږو يې چې باور نه وي راغلى ، ويې پوښتل
حاجي صيب ته ريښتيا وايي ؟ تاسې خو ماته ويل چې ته کاري تجربه نه لرې او نوى فارغ شوى يې خو …
حاجي صيب يې خبرې ورپرې کړه
څنګه يې کوې زړه مې درته بد شو ، تاسې غوندې نوي ځوانان چې زه په کار نه کړم بل مو نه کړي ؛ نو څنګه به کوى ؟ خير دى ورځه کشر حاجي صيب دفتر کى دى ، ژر خبره خلاصه کړئ او همدا اوس ساحي ته روان شه ، دادي زه هم زنګ ورته وهم له خيره .
انجينر وخندل او حاجي صيب يې په مبايل کې خوښي حس کړه ، بيايې بې له ځنډه له کشر حاجي صيب سره يو دوه خبرې دانجينر په اړه وکړې ورپسې يې زر يوه بله شمېره چې په مبايل کې يې نه وه له ځانه ډايل کړه ، يو څه جدي شو
له درېيم ځلي اړيکې سره يې پرې اوکې کړ
هلو حاجي صيب! الله مو را وله ، اوس زموږ احوال هم نه اخلى ، بيخي خير و خيرات دې هېر کړى، زوروره دومره مه بې غوره کېږه کنه !
حاجي د موټر هندارو ته وکتل موټر يې دبېز نه له راغلى لارې عمومي سرک ته سم کړ او ځواب يې ورکړ
الله مو روغ لره ، ولې به مو هېر کړى وى ، خو خبره داده چې سرګردانۍ زياتې دي …
ويې خندل او خبرې يې وغځولې. ستاسې برخه څوک خوړلى شي زوروره ، لږ ها خوا دېخوا خبرې يې وکړې او بيا يې دانجينر په اړه خبرې ورسره پيل کړې، خو وروستۍ خبره يې په هغې خوا ښه ولګېده او تعجب شو
ريښتيا وايي، دا له کومه دومره مهربانه شوې ، که ډالرې دې زياتې شوې ؟
حاجي وخندل
له څه سوچ وروسته چې له پېسو نه يې يوه برخه په کې بېلوله ځواب ورکړ
هو نو دا له پخوانيو معاملو يوڅه غوښنه ده، يو څه هغوى راسره منلې او يو څه به زما وي څنګه يې کوې ، تاسې ته هم بايد يو څه جوړ شي .
ښه دا کار څه وخت کړو ؟
حاجي موبايل په شونډو تکيه کړ ، د مخکينۍ ښېښې په بېخ کې يې د خپل زوى تصوير ته وکتل چې ديوه شخصي ښوونځي په ځانګړې درېشي کې ښکلې ښکارېده او بيايې بېرته مبايل غوږ ته پورته کړ
بس شلمه ورځ يې مناسبه وګڼه ، نوي کار په رسمي ډول سباته پېلېږي ، ساحه هم هماغه پخوانۍ ده خو هرڅه بايد په ډېر احتياط وي
په مبايل کې خندا راغله
حاجي صيب يو لک کم نه دي ؟
دحاجي سترګې په سرک مخامخ را روان ګاډي ته ځير شوې او په بې پروايۍ يې ځواب ورکړ
نه واره نه کوې پيره ، سړى ډېر ساده او نوى دى ، تاسې ته به هېڅ ستونزه نه وي ،د ټوپک له سيوري خو بيا دکمبخت بيخي زړه چوي .
په مبايل کې بيا خندا اوچته شوه
سمه ده حاجي صيب، تا هم نه شو خپه کولى انتظار يې کوه، هرڅه به وشي .
+++
دهمدې مياشتې په پنځه ويشتمه حاجي صيب دخپل ساختماني شرکت په دفتر کې ټلويزيون ته مخامخ ناست و ، ساعت ته يې وکتل زر يې دفوټبال لوبه بنده کړه او په خبرونو پسې يې دتلويزوني چينلونو چاڼ پيل کړ
همغه چينل يې را واړوه چې تل به يې خبرونه په کې اورېدل، خو خبرونو ته يوه دقيقه پاتې وه ، هماغه شمېره يې ډايل کړه او زر اوکې شوه ، په يو څه ورخطا انداز يې وپوښتل
هلو! ريښتيا وايي ، هرڅه سم تر سره شول ؟
له هغې خوا په کړس خندا راغله
هو خود سم تر سره شول، لکه چې په دې خبرونو مبرونو دې باور نه راځي، بېګا ته يې په تلوېزيون کې عکسونه وګوره، هر څه مو استولي، خوارکي ډېرې زارۍ وکړې، خو زموږ کړې اراده چېرته بدلېږي ، بس نو د مياستې تر اخره زموږ جونګړې ته مال را ورسوه چې هواوې سړېږي او ژمى په راتلو دى .
حاجي د وېرې او خوښۍ په حالت کې په کوچ کې ډډه ووهله ، مبايل يې ها خو ګوزار کړ او د تلوېزيون خبري ساعت په يوه بېړني خبر پيل شو .
پاى
