تاند- د وروستیو راپورونو له مخې د نیپال په زلزله کې تر یو زورو اته سوه (۱۸۰۰) زیات خلک مړه شوي او ګڼ نور تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.
وېره ده چې د تلفاتو شمېر به تر دې خورا زیات وي.
د امریکا د زلزله پېژندنې د مرکز له راپور سره سم د دې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۸ درجې و، د کتمندو او پوخارا ښار ترمنځ سیمې زیاتې ځپلې دي.
د زلزلې ټکانونه، نه یوازې په هند، بنګله دېش، تبت او مونټ ایفریست کې احساس شوي، بلکې په دې سیمو کې یې د سر و مال تاوانونه پېښ کړي دي.
د نیپال حکومت بیړنی حالت اعلان کړی دی.
د نیپال د پولیسو یوه ویندوی وویل چې په زلزله کې ۱۸۰۰ تنه مړه شوي او تر ۴۷۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.
تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د کتمندو په دره کې پېښه شوې. په دې سیمه کې تراوسه له کنډوالو ۵۳۹ مړي ایستل شوي دي.
د نیپال د اطلاعاتو وزیر وايي چې زلزلې خورا زیات مالي تاوانونه هم اړولي دي.
نیپال د جنوبي اسیا یو کوچنی، غرنی او بېوزله هیواد دی چې د چین او هند ترمنځ پروت دی.
د وروستیو کلونو زورورې زلزلې او تلفات یې:
ایران – بم ښار، ۲۰۰۳ کال – تر ۲۶۰۰۰ زیات کسان مړه شول.
اندونیزیا، ۲۰۰۴ د «اچې» په سوماترا کې ۹ اعشاریه ۱ ریښتر زلزلې، چې د څونامي له کبله وشوه، تر ۲۳۰۰۰۰ زیات خلک مړه کړل.
پاکستاني کشمیر او خیبر پښتونخوا ۲۰۰۵ کال- دې ۷ اعشاریه ۶ ریښتر زلزلې یو لک تنه مړه کړل.
چین، ۲۰۰۸ کال – دې زلزلې نژدې ۹ زره تنه مړه کړل. دا زلزله چې په سیچیان ولایت کې وشوه ۷ اعشاریه ۹ ریښتره وه.
هیتي، ۲۰۱۰، په اووه ریښتره زلزله کې تر ۲ لکه ۲۰ زره زیات خلک مړه شول.
د نیپال په زلزله کې د دغه هیواد یو تاریخي عبادتځای هم نړېدلی، ویدیو