د راپور له مخې تیره ورځ په فیصل اباد کرهنیز پوهنتون کې د افغان محصلینو کلنۍ غونډه وشوه.
یاد پوهنتون چې په نړۍ کې په۹۷ ، په اسیا کې ۲۰ او په پاکستان کې لومړی مقام لري پرون غرمه افغان محصلینو د یوه زړه پورې غونډی په ترڅ کې خپلو یو شمیر محصلینو ته د فراغت د مبارکۍتر څنګ نوو راغلو محصلینو ته ښه راغلاست وویل.
په یاده غونډه کې په اسلام آباد کې د افغانستان لوي سفارت ښاغلی سفیر جانان موسی زي ،کلچر اتاشي عبد الرحمن حبیبزوي، د پوهنتون رئیس ډاکټر اقرار احمد، د بهرنیو محصلینو مشاور ډاکټر طاهر صدیقي، ډاکټر یونس، د انټرنیشل کلب ریس حضرت الله رحیمي ، د پوهنتون استادانو، په پاکستان کې د افغان محصلینو د سرتاسري شوری عمومي سکرتر اسدالله مبارز،هارون زاخیلوال، د فارغینو په نمایندګۍ عبید الله رحیمي، د ګڼ شمیر محصلینوپه شمول د خیبر پښتونخوا ، پنجاب، او اسلام اباد له مختلفو پوهنتونو څخه د افغان محصلینو نمایندګانو ګډون درلود.
ښاغلي ډاکټر اقرار احمد په خپله وینا کې میلمنو ته هر کلی وکړ او د اتحادیې رییس ته یې د کامیابي غونډې په ترسره کولو مبارکي ورکړه. ښاغلې اقرار احمد خان د دواړو هیوادونو تر منځ د زراعت په برخه کې د اړیکو د پياوړتیا هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې کرهنیز پوهنتون حاضر دی افغانستان سره د کرهني په مختلفو برخو کې مرسته وکړي.
ښاغلي سفیر جانان موسی زي ته د غونډې په ترتیبولو مبارکي وویله او د پوهنتون د رهبرۍ څخه یی افغان محصلینو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو مننه وکړه. نوموړي وویل چې دوی تل د افغان محصلینو سره د خپلو محصلینو په څیر چلند کړې چې دا ګام د زیات د قدر وړدی. همداراز موسی زي زیاته کړه چې یاد پوهنتون په لسګونو افغانان په ښه توګه روزلې چې اوس د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې فعاله ونډه لري،ښاغلي موسی زي د پوهنتون ریس او نورو د پوهنتون عالی رتبه چارواکو ته بلنه ورکړه چی افغانستان ته ورشي تر څو انکشافی پروژو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سره مرسته وکړي.ښاغلي سفیر محصلینو ته د تعلیم د اهمیت په اړه خبري وکړي او ځوانانو ته یې روښانه کړه چی پرته له سواد څخه د هیواد ابادول او د نړي سره سیالی کول ناشونی ده،
ښاغلي موسی زي زیاته کړه چی فیصل اباد کرهنیز پوهنتون یواځینی پوهنتون دی چی افغان محصیلینو ته پکې هر قسم اسانتیاوی شته او دوي کولی شي چې په ښه توګه خپل درسونو ته دوام ورکړي.
د کرهنیز پوهنتون د افغان محصیلینو د ټولنی مشر ښاغلی حضرت الله رحیمي هم د ټولو راغلو درنو میلمنو څخه مننه وکړه چی غونډي ته راغلي وو او د پوهنتون د رهبرۍ څخه يي د دوامدارې همکارۍ مننه وکړه.
همداراز د محصلینو لخوا کلتوري پروګ��ام هم ترتیب شوی وو چې د ملي اتڼ نه علاوه د خپل کلتور د معرفي په اړه یو شمیر په زړه پورې مطالب وړاندي شول.
پاتې دې نه وي چې د فیصل آباد په کرهنیز پوهنتون کې اوس مهال نږدې دوه شپیته افغان محصلین په مختلفو برخو کې په درس بوخت دي.