خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۲-۵

کندهار، افغانستان- په کندهار کي به ډېر ژر د ښوونځيو د معلمينو د سپورټي لوبو روزنيز بهير پيل سي.

په دې اړه نن ماځيګر په ولايت مقام کي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي په مشري غونډه جوړه سوې وه چي پکي د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون، د سرې مياشتي رئيس جاويداحمد نېکزاد او يو شمېر نورو رئيسانو ګډون کړی وو.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل چي دامهال په ښوونځيو کي د ورزش په برخه کي غيرمسلکي استادان تدريس کوي، په داسي حال کي چي سپورټ د زده کړي مهم اړخ دی. نوموړي زياته کړه په ښوونځيو کي د بدني روزني په برخه کي مسلکي استادانو ته اړتيا ده چي تدريس وکړي، نو دې اړتيا ته په کتو بايد په کندهار کي د سپورټ يو مجهز روزنيز مرکز جوړ سي، تر څو همدلته د ښوونځيو استادانو ته تدريس ورکول سي او بېرته همدا استادان په ښوونځيو کي زده کوونکو ته په مسلکي ډول تدريس وکړي.

نوموړي وويل تر څو چي د دې روزنيز مرکز ودانۍ جوړيږي، د موقت وخت لپاره دي په کوم بل ځای کي د سپورټ عملي تدريس پيل سي.

د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون له ولايتي ادارې څخه مننه وکړه چي په لومړي ځل د زده کوونکو لپاره دومره اړين ګام اخيستل کيږي او ويې ويل چمتو دی چي په مېخانيکي لېسه کي د دې روزنيز مرکز لپاره مځکه بېله کړي.

د سرې مياشتي رئيس جاويد احمد نېکزاد وويل چي دغه رياست د سپورټ د روزنيز مرکز د ودانۍ لپاره ځانکړې بوديجه لري، ځکه نو د ولايت مقام له موافقې سره چمتو دی چي د دې ودانۍ په جوړېدو لاس پوري کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *