خبریال : ظفر باوري ۲۵/۰۴/۲۰۱۵
تیره ورځ په پکتیکا کې د بیلابیلو پیښو په ترڅ کې ۲۴ تنو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د پکتیکا ولایت د امنیت امر نثار احمد عبدالرحیمزي میلمه رادیو سره د مرکې پر مهال وویل چې پرون د جمعې په ورځ د افغان دولت مخالفو وسلوالو ددې ولایت د ۱۱ ولسوالیو پر پوستو بریدونه کړي وو چې په ترڅ کې یې ۱۴ وسلوال مخالفین مړه او تر ۱۰ زیات ټپیان شوي دي
عبدالرحیمزي وویل چې د پکتیکا ولایت په بکخیلو غیر رسمي ولسوالۍ کې یې د دولت وسلوالو مخالفینو شپږ تنه مړي هم د جنګ له ساحې څخه راوړي دي
ده زیاته کړه د وسلوالو څخه یې شپږ میله کلاشنکوفونه ، یو میل راکټ ، شاجورونه او مهمات ترلاسه کړي دي ، ده د وسلوالود دریو موټرسایکلونو دتخریبیدو هم وویل چې ملي پولیسو لخوا ترلاسه شوي دي
نثار احمد د دولتي ځواکونو د تلفاتو په اړه وویل چې یوازې دوه تنه پولیس سطحي ټپیان شوي دي او د تشویش وړ ندي
بلخوا ته د میلمه رادیو د ځایي خبریال په وینا نن شنبه د دې ولایت د ارګون ولسوالۍ د فقیرانو د کلي په شاوخوا کې یو تن وسلوال مخالف چې غوښتل یي د سړک غاړې ماین ځای پرځای کړي د خپل ماین ښکار شوی او وژل شوی دی .
دا په داسې حال کې ده چې پرون د جمعې په ورځ د دولت وسلوالو مخالفینو په ټول افغانستان کې د عزم په نامه پسرلني عملیات پیل کړي دي چې د پکتیکا سربیره یې د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې پر دولتي تاسیساتو بریدونه کړي.
ظفر باوري میلمه رادیو شرنه