کابل ادبي بنډار خپله ۵۰ مه اونیزه غونډه د روان لمریز کال د غویي د میاشتې په څلورمه نېټه د احمد غېرت په خصوصي لېسه کې چې د خوشحال مېنې د لکي فایف هوټل ته مخامخ واقع ده وکړه.

د غونډې پیل ښاغلي لطف الرحمن امرخېل د قرآن عظیم الشان پر څو آیتونو سره وکړ. د غونډې مشري ښاغلي حسیب الرحمن حکيمزي کوله او مشر مېلمه یې ښاغلی امرخېل ؤ.

د غونډې له دود سره سم مطیع الله همدرد د وړمې غونډې راپور وړاندې کړ، چې د ګډونوالو لخوا د لارښوونو په ترڅ کې وستایل شو.

غونډې د تل په څېر دری برخې «کره کتنه، مشاعره او د غونډې ارزونه» درلودې، لکه څنګه چې ژمنه شوې وه چې ښاغلی نسیم سبا به خپل نثر کره کتنې ته وړاندې کوي. نو ده خپل نثر د «ورک ژوند او وروستی حال» تر نامه لاندې ګدونولو ته د کره کتنې لپاره وړاندې کړ.

د بیا کتنې په برخه کې ښاغلي شمس الحق حېران د نثر ټولې برخې وستایلې، او ویې ویل: نثر په ډېره ښه بڼه لیکل شوی دی، خو د دې تر څنګ چې مونږ نثر لیکو باید پکې خپلې سيمه ايزې کلیمې وکارو، چې دا به نثر ته د ده په وېنا یوه ځانګړې ښکلا ورکړي.

د غونډې بل ګډونوال ښاغلي نجيب الله سمون هم د ښاغلي سبا نثر وستایه، ده د نثر په ځينو برخو کې د جملو د جوړښت پر خرابېدو خپل نظر څرګند کړ بېلګه یې: ستاسې د سترګو تور (ستاسې بډک)، د ښاغلي سمون په وینا که لیکل شوي وای چې ستاسې بډګ (ستاسې د سترګو تور) نو ډېر به ښه وای.

ښاغلي منصور احمد نېکمل چې د سټېج چارې یې هم پر مخ بېولې ورته نظر لرلو او ویې ویل چې له دې مخکې مې هم د سبا ځينې نثرونه لوستي دي، ډېرې ښې لیکنې کوي. او زیاته یې کړه که د نثر موضوع لږ څه له تلوسې ډکه وای نو ډېره به ښه وه.

خو برعکس د غونډې بل برخه وال ښاغلي امرخېل بیا د نثر موضوع په زړه پورې وبلله او زیاته یې کړه چې یوه ښایسته او له تلوسې ډکه موضوع یې د یاد نثر لپاره ټاکلې ده.

له کره کتنې وروسته ښاغلي سبا د کابل ادبي بنډار له ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې خپل نظریات او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.

د غونډې دویمه برخه جې مشاعره وه ښاغلي حېران د یو ښکلي نظم په وړاندې کولو سره پیل کړه، چې ورپسې ګڼ شمېر شاعرانو او ادیبانو وار بله پسې خپل شعرونه او ادبي ټولګې وړاندې کړې.

ورپسې مشر مېلمه ښاغلی لطف الرحمن امرخېل د غونډې د ارزونې په موخه دریځ ته وبلل شو، ده غونډه مثبته و ارزوله، ښاغلي امرخېل راپور، شعرونه او نورې ادبي پنځونې هم وستا��لې.

د غونډې مشر ښاغلي حکیمزي هم د بنډار روان بهير وستایلو، او د وردګو د قومي عالي شورا د ځوانانو کمېټې او د ښاغلي نوښتکر نجيب الله نژند وردګ په استازیتوب یې د غونډې پر ګډونولو زېری وکړ، چې په پام کې لري د وردګو د کلنۍ جایزې پر نوم یو بنسټ کېږدي، چې د ډېرو برخو پوهان لکه: د طبابت، لیکوالی، شاعرۍ او داسې نورو برخو پوهان به پکې شامل وي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې ښاغلی نژند وردګ سټېج ته وغوښتل شو، ده هم د ښاغلي حکيمزي خبره غبرګه کړه، او له ګډونوالو یې مننه وکړه چې په غونډه کې یې ښایسته شعرونه او ادبي پنځونې وړاندې کړې.

د راتلونکې غونډې لپاره اجنډا جوړه شوه چې ښاغلی شمس الحق حېران به خپل نثر کره کتنې ته وړاندې کوي. له همدې سره ښاغلي نېکمل غونډه د یو ښایسته نظم په ویلو پای ته ورسوله.

                       راپور: مطیع الله همدرد

              د ملګرو د لارښوونو او وړاندیزونو په تمه!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *