موږ تراوسه ادب بيا شاعرۍ ته د شونډو او خال د ستاينې په سترګه ګورو. موږ تراوسه د ادب په مانا نه يو پوه، چې لومړى خو ادب دومره جسارت کولاى شي. ادب لکه وران ماشوم، چې که ډېر ورپسې لښته په لاس وګرځې، لوى به شي؛ خو ستر به نه شي.
بل، په ادب کې چې کومې شونډې او زلفې يادېږي، ضرور نه ده، چې هغه دې همدا شونډې او زلفې وي. ښايي د ژوند او د انسان د خپل وجود نور ډېر رموز او تجربې بيان کړي. له دې نه ښکاري، چې زموږ ادب جدي لوستونکي کم لري.
موخه مې د شاعرانو بري الذمه کول نه دي؛ خو دومره وايم، چې زموږ ادب لا جدي لوستونکي کم لري.
لوستونکى هغه دى، چې بس يو څيز ولولي؛ خو جدي لوستونکى هغه دى، چې له زړه يې ولولي او خوند هم ترې واخلي او پوه پرې هم شي.
اوس که موږ ځان ته وګورو، ښايي د خوند او پر ادب د پوهېدلو دا کمال راکې کم پيدا شي او چې دا کمال راکې زيات شوى او حساس شوى نه وي، د ښه او نا ښه ادب توپير به راته همداسې سخت وي.
زموږ په ټولنه کې د جدي ادب د نه ايجاد يو لامل دا هم دى، چې موږ ادب ته جدي پام نه کوو. ادب راته د وزګارو خلکو کار ښکاري.
په نوره دنيا کې چې ادب د ټولنې په بدلانه او فرهنګي پرمختګ کې نقش لري، خلک مسوولانه ادب ايجادوي.
مسوولانه ادب هله رامنځته کېږي، چې د ټولنې هر وګړى يې ولولي او مسوولانه چلن ورسره وکړي.
که د انسان په ژوند کې ادب مهم ونه بولو، ښايي ادب مو ونه غوړېږي.
چې لوستونکى مسووليت واخلي، خلک د ادب د کره کونې عادي شي او د کره کتونکو شمېر زيات شي، چې اوس زموږ په ادبې ډګر کې ډېر نه دي.
پنځګر چې پوه شي، چې له جدي لوستونکو سره مخامخېدونکى دى، ګومان نه کوم، چې هر څه دې راباندې د ادب په نامه ولولي. ښايي، د ادب په ايجاد کې احتياط او هڅه وکړي، چې تر تېرو شاعرانو يا ليکوالو يې اثر پياوړى وي.
د جدي لوستونکي او جدي پنځګر له شراکته جدي ادب رامنځته کېږي او جدي ادب د ټولنې خدمت ته جدي اشخآص پيدا کوي.