د ډیــــری ارواپوهانو په باور دروغ ؛ یوه روانــــي ناروغي ده چې معمولا د ماشومتوب له دویم کاله پیلیږي. دوی پرخپلو ماشومانه ورانیو پرده غوړوي او د لویانو له نظره یې پټوي. پلورنه له ماشومانو سره له بازاره د یو څه راوړلو وعده کوي، خو ډیر شمیر یې پر خپله ژمنه نه دریږي. د عمر په دې لومړیو کلونو کې له ماشومانو سره چل او دوکه ، پر ماشوم ناوړه اغیز کوي، موږ په خپله ماشومانو ته د دروغ ویلو لارې چارې ورښیو.
په ډیرو کوچنیو څیزونو یې ویروو، ددې له پاره چې ماشوم مو د څو د قیقو له پاره ارام کینولی وي، هغه ته مو د دروغو د لارو چارو او پر هغو باندې د سوچ کولو ښه موقع په لاس ورکړه. ارواپوهان د لــویــانـــو د دروغو په تړاو بیلابیل نظرونه لري. د دوی په بارو ؛ لویان له خپل ژوندانه څخه د خپل حریم د دفاع په خاطر دروغ ویلو ته اړ کیږي . حریم دلته په مجموعي ډول د یو کس له شخصیت، انا او پوهې سره تړاو لـــــــــــــري چـــــــــــــې د انساني ژوند ټول اړخونه احاطه کوي.
په ورځنـــــیو خبرو اترو کې مو ښايي ډیر اوریدلي وي چې (پلانــــی سړی په سویــــه درغ وايي ) له سویې مو ، موخه د یو کس د فکرې کچې معلومول دي. په ځینو اصطلاحاتو کې وايو چې ښاغلی …. خپلو پریکړو ته ژمن نه دی.
د ښاغلي له نه ؛ ژمنیتا مو ، مو خه د هغه دروغ ویل دي . په ټولنه کې د یو کس د سیاسي ، ټولنیز او دې ته ورته نورو شخصیتونو د پایښت له پاره هم د دې ډلــــــــــې لارویان له ورته ناروغۍ څخه خوندي نه دي ، زیاتره په ګردي میزونو ، مرکو ، جرګو او نورو ځایو کې وینو ، چې اصلې خبرې یې د لاپو (باټو ) تر بریدونو هم ور اوړي . په زړه پورې داده چې دا ناورغي د ژوند په زیاتره برخو کې راته عادي ښکاري.
درغ وایو، خو راته د هغو په شان نه ښکارې ؛ د دې په خاطر چې سبا راته څوک د نیوکې ګوته و نه نیسي او یاهم څوک مو ونه ګواښي ، نو لنډ ځان په دې ترې خلاصوو چې ( د ثور ۷ او ۸ ) دواړه په افغا��ستان کې تورې ورځې دي.
دغوايي اوومه او اتمه او په ټوله کې د غوايي مياشټ د افغانستان په تاريخ کې، فرهنګ کې، سيمه کې، ټولنه کې او با لاخره اسمان او ځمکه کې تور تاريخ، دويراو کړکېچ ډک حالت وه چې زموږ راتلونکي نسلونه ېې بايد وپېژني. تور ته هيڅ کله سپين نه ويل کيږي موږ تورو تيرو وخوړو خلاهم دروغ وايو