هغه وخت چې په څلورمه لسيزه کې سياسي ډلې او غورځنګونه راڅرګند شول، هرې ډلې په افغان ولس کې خپل شعوري او عملي کار پيل کړ. له بده مرغه يو شمیر دغه سياسي ډلې د افغان هېواد او ولس پنځونه نه وه او له باندې په موږ راوتپل شوې. یا په بل عبارت، څېرې زموږ خو فکرونه د بل وو. سیاسي ډلو د بيلابیلو لارو او تکتیکونو په راخپلولو د ټولنې وګړي راخپل کړل، چا لږ او چا ډیر، خو په يو ډول يې په افغانانو کې ځای ونیو .

ناورین له هغه وخته پيل شو چې يو شمیر افغان دښمنه سیاسي ډلو او غورځنګونو د هېواد ملي بنسټونو ته لار ومونده او هغه يې تر خپل اغېز لاندې راوستل، چې مهم بنسټ يې ملي پوځي ځواکونه وو. ملي اردو، ملي پولیس، ملي امنیت او نورې ملي پوځي او امنيتي برخې. په پايله کې افغان ملت له داسې حالت سره مخ شو چې دين، سر، مال ، ناموس، هېواد او هر څه يې له ګواښ سره مخ شول، نننی بدحالت هم د تیر ناورين بهیر او پايڅوړ دی .

ځينو پرديپالو سیاسي ډلو د ټولنې ملکي او پوځي دواړه برخې داسې ګډوډې کړلې چې ملي جوهر يې ترې واخست او د پرديو خدمت ته يې وروړاندې کړلې . هرې سياسي ډلې هڅه کوله چې د هېواد په ټولو ادارو کې خپل سړي ځاي پر ځای کړي ، دا کار بیا هله چټک او ګړندی شو چې دوی د واک پر ګدۍ کښیناستل .

د هېواد له ملي بنسټونو څخه يو يې ښوونیزه او پوهنيزه برخه ده چې دا برخه په ټولنه کې ستره ونډه لري ، له دې امله سیاسي ډلو هم ورته ډیر پام کوه . پوهنتونونه هغه ملي ښوونیز مرکزونه دي چې د ټول ملت په چوپړ او خدمت کې دي او د افغان ولس د ارزښتونو په رڼا کې د ټولنې د اړتیا پر بنسټ هرې برخې ته مسلکي وګړي روزي . خو له بده مرغه دا چار اوس د ناوړه سیاست ښکار شوی او د دې پرځای چې پوهنتونونه په روزنه ، څېړنو او پوهنيزو چارو بوخت شي ، په ناوړه سياسي غوبلو بوخت دي .

ځينې پوهنتونو لپاره د بېلابېلو ناوړو فورمولونو له مخې داسې مشران ټاکل شوي چې د هغو په اړه په څه ليکلو شرميږم ، خو لويه بدمرغي داده چې د استادانو او کادرونو د ګمارنې په برخه کې هم داسې معاملې روانې دي چې يو پوه وګړی چې په ټولو شرايطو برابر په پوهنتون کې د استادۍ د دندې وړتيا لري ، غورځول کيږي او هغه څوک يې پرځای راځي چې د ښوونځي لومړي ټولګي ته د ښوونې وړتیا او پوهه هم نه لري .

دا لړۍ له ډير پخوا راروانه ده ، د کمونيزم د واکمنۍ پر وخت يو شمیر ناپوه وګړي د کمونیزم په مودرنو ماشينونو کې ورواچول شول او اخوا ترې ماسټران او داکتران راووتل ، په دوی کې خو ځينو هيڅ احساس نه کړه چې دې ماشين ته د څه لپاره ورواچول شول او موخه يې څه وه ، خو ځينې يې بیا ښه وو ، د دې خبرې احساس يې وکړ او خپلې ټولنې ته د خدمت مصدر شول . دا ماشيني کادرونه بېلابېلو ادارو او ښوونیزو بنسټونو ته ورننويستل شول او هلته يې په کار پيل وکړ چې ګڼشمیر يې پوهنتونو ته هم راغلل ، خو د ملت بېړۍ يې غرکه کړه ، ځکه پخپله مسلکي برخه کې هېڅ او په نشت حساب وو . اوس هم په ملت تاوان او د يوه رنځ درمل هم نه دي . يوازې د کمونیزم لږ و ډیر بوی پکې شته . خو بیا هم وروسته حالت ته په کتو ، پر ياده لړۍ هم ډیره نيوکه کولای نه شو ، ځکه تر يو بریده يې افغان ولس ته په مسلکي برخه کې خدمت وکړ .

له کمونیستي واکمنۍ راوروسته ، تش په نوم اسلامي دولت او جنګسالارانو ، خو ځينې پوهنتونونه په وژنځيونو بدل کړه او دلته يې خپلو جګړه مارانو ته د وژنو نوې نوې لارې ورزده کولې ، پر افغانانو يې د وژنې نوې نوې تجربې کولې او په دې برخه کې يې ماسټري او دوکتورا ورکوله ، ځکه ليسانس او بکلوریا يې پخوا ترلاسه کړې وه .

اسلامي امارت که له يوې خوا له ټوپکيزم ، کوتکيزم او جنګسالاريزم ښه وو ، خو ويجاړو پوهنتونو ته کومه ځانګړې رغاونیزه پاملرنه ونه شوه ، هڅه يې وکړه چې ويجاړو پوهنتونونه په شکلي بدلونو سره ترخپل اغیز لاندې راولي ، ځينې استادان يې ګور ته وليږل او ځينو ته يې فرماني علمي رتبې ورکړلې .

د لويديځ ميلمنه ولسواکي لا روانه ده ، خو اوس داسې کيسې پيل شوي چې تیر ته بايد په اخلاص دوعا وشي . يوه پوهنتوني مشر چاته په غوښتنلیک کې ، د دې پر ځای چې وليکي ( وکتل شو ) ، ( وګټل شو ) ليکلي ، ما وې ( ورکه ډنګ ) .

د لوړو زده کړو وزارت لپاره داسې څوک مشر ټاکل شوی چې ويل کيږي کادري اسناد يې جعلي دي ، د لوړو زده کړو وزارت بوديجه د ده د ويښتانو او بريتونو رنګولو ته بسنه نه کوي ، ځکه د ده په وسيله کارېدونکي رنګونه په هېواد کې دننه نه پيداکيږي ، د دريشۍ او نيکټايي کيسه خو يې ډیره اوږده ده . په لوړو زده کړو وزارت کې يې داسې مافيايي کادرونه په لوړو څوکيو ګمارلي چې د ملي مشارکت تر سيوري لاندې ملي هلاکت ټينګ دی . په هر قوم ، ژبه ، مذهب او سیاسي ډلو کې يې غل پيدا کړی او ترڅنګ يې کښېنولی دی . دوی به دا په کړکيچونو کې ډوب هېواد د زده کړې او قلم په زور له کړاوه راوباسي ؟

پوهنتونو کې د استاد او کادر د ګمارنې معيار اوس د رټلو سیاسي ، قومي ، تش په نوم جهادي رهبرانو ، وزیرانو ، وکيلانو ، قوماندانو او نورو پلوی او واسطه ده ؛ نه پوهه او لیاقت . تر دې چې په ځينو پوهنتونو کې په ټولګيو کې د لومړيتوب او اول نمرګۍ موضوع هم د ورته معيارونو تر اغیز لاندې راغلې ده . استادان په جعلي اسنادو ګمارل کيږي ، په جعلي علمي اثارو علمي رتبې اخلي او نور چې د کانکور د موضوع په څیر ، ټول پرې پوهيږي .

د لوړو زده کړو ځينو شخصي موسسو هم ښه خدمت وکړ(؟) داسې نوي او چټک ماشينونه يې راوړي چې په يوه ورځ کې لیسانس راوباسي ، دا د هغه چا لپاره چې ډالر ورکوي او وخت نه لري. هغوی چې ډالر لږ لري او وخت هم ورسره شته، نوم ثبتول اړين دي ، نور په کور ناست ، که زغم نه لري، يو یا دوه کاله وروسته او که زغم لري ، څلور کاله وروسته د فراغت اسناد ورکول کيږي . تر ټولو مهمه موضوع ډالر دي چې په شخصي موسسو کې د تحصيلي اسنادو کار چټکولای شي. دا لړۍ هم د لوړو زده کړو وزارت تر څارنې لاندې پر مخ ځي ، بس هلته ( وال صاحب ) خوښ وساته نور د چا په کيسه کې مه اوسه .

ايران، پاکستان او نور هم د افغان هېواد په بیارغونه کې ډیر چټګ ګامونه اخلي (؟) افغاني الاصله ایرانيانو او پاکستانیانوته ډېرې چټکې لوړې زده کړې ورکوي، د دوی ښوونیز ماشين د نوې نړۍ په ټيکنالوژۍ سمبال په څو ورځو او اوونیو کې ماسټر او داکتر راوباسي او د خپلو استخباراتي موخو لپاره يې افغان هېواد ته رااستوي چې د ولسمشر ، د ولسمشر مرستیال ، وزیر ، معين ، ریس ، علمي کادر ، وکيل او په نورو مقامونو او څوکيو کې وګمارل شي .

One thought on “پوهنتونونه او غوبلونه/ نورالدين بکتاش”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *