د افغانستان کرکټ بورډ کې د چارو غوره همغږۍ، د ورزشي روحیې پیاوړتیا او د ځوانانو ترمنځ د سالم رقابت ودې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني نن د یوه ځانګړي حکم له مخې د کرکټ بورډ ادارې ته د بورډ نوي غړي معرفي کړل. د بورډ نویو غړو لست په لاندې ډول دی.

  1. اکلیل حکمیي، د افغانستان اسلامي جمهوریت مالیې وزیر
  2. حکمت خلیل کرزی، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین
  3. سید سعادت منصور نادري، د افغانستان اسلامي جمهوریت ښارجوړونې وزیر
  4. ډاکټر عبدالعلي محمدي، د ولسمشر حقوقي سلاکار
  5. فریدون الهام، د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې اړیکو او عامه پوهاوي ریاست مرستیال
  6. نسیم الله دانش، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس
  7. عبدالرحمن الکوزی، ملي سوداګر
  8. سید سلمان سادات، ملي سوداګر
  9. احمد شاه سنګدل، د دنیا خصوصي پوهنتون رئیس

د بورډ غړي به د کرکټ بورډ خپلواکۍ ته په کتنې سره د ټاکل شویو قوانینو، مقررو او د کرکټ نړیوالې شورا معیارونو پر بنسټ او د نویو او ګټورو پالیسیو له جوړولو سره به د کرکټ په وده کې خپل رول لوبوي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د بورډ لپاره د نویو غړو ټاکنه د پرمختګ په لور نوی ګام بولي. نوموړی وایي، “له هر څه د مخه د بورډ نویو غړو ته ښه راغلاست وایم او د ولسمشر له کړې پریکړې خورا منندوی یم. زه باور لرم چې د بورډ د غړو د فعالیت له پیل سره سم به د کرکټ بورډ په اداره کې د شفافیت لړۍ پیاوړې او د ځواب ورکونې سیستم به د کرکټ نړیوالې شورا له قوانینو سره سم نور هم فعاله شي”.

دانش وایي، پخوا مو د بورډ لپاره دا ډول کوټلی جوړښت نه درلود او د بورډ کلنۍ غونډې به په متواتر ډول نه تر سره کیدې. دا ځل به د بورډ نوي غړي د کرکټ بورډ د ادارې په لا پیاوړتیا کې ددغې ادارې له چارواکو سره په ګډه هلې ځلې ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی د بورډ لپاره د نویو غړو ټاکل د کرکټ نړیوالې شورا له قوانینو سره سم د دغې ادارې استقلالیت په پیاوړتیا کې یو رغنده ګام بولي. ستانکزی وایي چې، د کرکټ بورډ اداره باید د کرکټ نړیوالې شورا له قوانینو سره سم د بورډ فعال غړي ولري تر څو د کلنیو غونډو او متواترې همغږۍ په پایله کې ددغې ادارې استقلالیت ساتنې او د کلیدي چارو په سمبالښت کې د پام وړ هلې ځلې ترسره شي.

One thought on “افغان ولسمشر د کرکټ بورډ لپاره د بورډ نوي غړي وټاکل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *