په هلمند کې یو شمېر خلکو په عدليې ادارو تور پرې کړ چې دوی هغه مجرمين بې له کومې جزا خوشې کوي چې امنيتي ځواکونو په وينې تويولو او سر په بيه نيولې وي.
دوی دا هم وويل که په ښاري محکمه او نورو عدليې ادارو کې اصلاحات رانشي نو امنيت ناشونی دی.
دوی، چې په يوه غونډه کې راټول شوي وو وويل چې په عدلي ارګانونو کې فساد، شخصي روابط او د قانون نه پلي کول هغه ستونزې دي چې دوی يې په بشپړه توګه ناهيلي کړي دي، د دوی په وينا داسې اسناد اوشواهد په لاس کې لري چې د هلمند ښاري محکمې يو شميرکسان چې په سړي تښتونو کې عملا ښکيل و ځينې يې د پيسوپه بدل کې خوشې کړي او پاتې نورو کسانوته يې د بند کمې سزاوې ورکړې دي.
خلکو وويل: ((موږ له مرکزي حکومت غوښتنه کوو چې په عدليې ادارو اصلاحات راولي، که ښاري محکمه کې د پيسو او رشوت په بدل کې مجرمين خوشې کېدل نو زموږ خلک به مجبور سي چې په طالبانو خپلې پرېکړې وکړي.))
د هلمند په عدليې ادارو باندې د عامو خلکو د دغه تور په اړه د دغه ولايت د ښاري محکمې رئيس مولوي اخترمحمد وايي د هغه کسانوچې دوسيې يې نيمګړتياوې نه لري دوی هريوه ته د ۱۵ کاله بند سزا ټاکلې او يو کس چې دوسيه يې نيمګړې وه مقابل لوری يې دوې نورې محکمې هم په وړاندې لري خپله دعوه د پرمخ بوزي، نوموړي د ښاري محکمې د مسؤلينولخوا د پيسو د اخيستلو خبره بې بنسټه وبلله او زياته يې کړه چې د نوروپه اړه څه نشي ويلی.