د هرات او کندهار نوي والیان

تاند- د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو نژدې اته میاشتې وروسته د لومړي ځل لپاره د کندهار او هرات دوو مهمو ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل شول.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره وايي چې د کرنې پخوانی وزیر محمد اصف رحیمي د هرات او همایون عزیزي د کندهار واليان ګومارل شوي دي.

د سیمه ییزو ��روګانونو خپلواکې ادارې نن وویل چې غلام جیلاني پوپل، چې پخوا د مالیې د وزیر په توګه نومول شوی و، د سیمه ییزو اورګانونو د ادارې رييس غوره شوی دی.

د هرات والي ښاغلی رحیمي

اصف رحیمي، چې د کرزي په حکومت کې یې هم ښه نوم درلود، په کابل پوهنتون کې د انجینرۍ او د متحدو ایالتونو په نبراسکا پوهنتون کې، د عامه ادارې او مدیریت په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي.

نوموړي د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت د معین او د کرنې او مالدارۍ وزارت د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

د کندهار والي ښاغلی عزیزي

د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې د راپور پر اساس ډاکټر همایون عزیزی د طب په برخه کې په فرانسه کې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړي د هرات د ولایتي شورا رییس او په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

عزیزي په ۱۳۵۳ لمریز کال په هرات کې زېږېدلی، لېسه یې په کابل کې لوستې ده. ده په هرات کې د سوځېدلیو ناروغانو د جراح ډاکتر په توګه کار کړی دی. نوموړی ادعا کوي چې د فرانسوي، انګلیسي او دري ژبو ترڅنګ یې پښتو هم زده ده.

د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې رييس غلام جیلاني پوپل

ښاغلی پوپل د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی دی. ده په پاکستان کې د مهاجرت په کلونو کې له کډوالو سره د مرستې په یوه پروګرام او دغه راز ملګروملتو کې کار کړی دی. خو هیواد ته له راستنېدو وروسته د مالیې د وزارت معین ټاکل شوی، ورپسې د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې رييس شوی خو په ۱۳۸۸ لمریز کال یې د دې ادارې له ریاسته اسعفا ورکړه.

غلام جیلاني پوپل
غلام جیلاني پوپل

ولسمشر غني ولسي جرګې ته د خپلې کابینې په لومړني لیست کې ښاغلی پوپل د مالیې د وزیر په توګه نومولی و خو لازمې رایې یې ترلاسه نه کړای شوې.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره د یوه مهم وزارت په شان له واک او اهمیته برخمنه ده.

3 thoughts on “د سیمه ییزو اورګانونو ريیس او د کندهار او هرات لپاره نوي والیان وټاکل شول”
  1. جيلانی پو پل مخکی له دی چه پارلمان ته وړاندی شی د خپلی نو ماندۍ څخه منصرف شو

  2. پوپل صاحب سره می په یوه اداره کی کار کړی واقعا چی پاک نفسه او وړ شخصیت دی دنوموړی د لا بریاو په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *