ولسمشر غني ډیلي ته ورسېد. سبا له نریندرا مودي سره ویني

تاند- هندي رسنیو وویل چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په درې ورځیني سفر نن ماښام نوي دیلي ته ورسېد.

ښاغلي غني او ورسره ملګري پلاوي ته په ډیلي کې د هند د هوايي ځواک په پالام اډه کې د دغه هیواد د دولت لپاره د بهرنیو چارو وزیرهرکلی ووایه.

ټاکل شوې ده چې سبا /سې شنبه/ افغان ولسمشر د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره خبرې وکړي.

هند ي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سوشما سوارج، دفاع وزیر منوهر پریکار او د سوداګرۍ او صنعت وزیر نیرمالا هم د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره وویني.

د هند مرستیال ولسمشر محمد حمید انصاري به د مازدیګر په څلور بجې د افغانستان له ولسمشر سره وګوري. د روغتیا او د کورنیو د ښېګڼې د چارو وزیر به په څلور نیمې بجې د افغانستان د ولسمشر لیدو ته ورشي.

محمد اشرف غني به مازدیګر (‎شپږ بجې) د هند د نړیوالو چارو د څېړنیز مرکز په شورا کې وینا وکړي.

ماښام مهال به د افغانستان ولسمشر د هند د ولسمشر پرناب موکرجي په مېلمستیا کې ګډون وکړي.

ښاغلی غني به د ورځې په لړ کې د هند د سوداګرو، پانګوالو او سیاستوالو له بېلابېلو ډلو او استازو سره هم وویني.

له ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د حکومت د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمد خان، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کانونو او پطرولیم وزیر داوود شاه صبا، د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز، د سوداګرۍ وزیر همایون رسا، د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، د کار او ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیره نسرین اوریا خیل، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز شېر محمد کریمي، د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهور رئیس ویاند اجمل عبید عابدي،  یو شمېر افغان سوداګر او د ځینو رسنیو استازي ملګرتیا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *