بطروس ورته وویل دا شیان به د کومي کوو ؟ مور ورته وویل د دې چاره مي کړې ده دلته داسي خلک هم سته چي دا شیان په پور ورکوي !

بطروس بیا پوښتنه ورځني وکړه موږ به دا شیان پلورو په چا باندي؟ کاملې ورته وویل دلته ټول کډوال پر سر پلنډي ګرځونکي د شتمنو او خوشالو امریکایانو په کورونو کي د پېژندګلو لکبله زیات مالي رعایتونه لاس ته را وړي فقط دوه ، درې ټکي د انګرېزي ژبي ایزده کول مهم دي دا هم چندو دومره ګران کار یې نه پاموم !

اتلي کاملې دا ستونځه هم آواره کړه ولي چي د خپلو ماشومانو د را تلونکي لپاره څه کول ورته لازم ښکاریدلو کاملې په ډېر زیار سره د شیانو ډک بکس در لاسه کړو، د ماشومانو د کالیو پرته زیور د بیښتانو ربن او د میز پوښونه ور پکې وو ، کاملې نور دا دروند بکس پر سر واخیستو پر کورونو رهي سوه ، د هر کور په دروازه کي بې ور ږغ کړو ٫٫ څه اخلۍ ٬ هیڅ ځواب بې وا نه وریدلو یا به په ډېره نرمه ژبه د کوم دره ځواب ورکول سو ، د ټولي ورځي د ستومانۍ وروسته چي به کله کور ته راغله یو څه به یې ګټلي وې که څه هم دا یوه ستونځمینه تجربه وه لاکن چي دګټي پیسو ته بې وکتل نو به ډېره خوشاله سوه څو ورځي وروسته چې د اورګاډي د سړک پر آ بله غاړه د سپین پوستو جنتي سیمي ته یې ځان ورسولو نو یې ګټه یو په دوه سوه ، د ټولي ورځي پر زیار برسېره اوس تر نیمو شپو بې کالي رغول کاملې اوس دومره ګټلې چي نور د جبران د مکتب غم وخوري ، کامله پوهیدله جبران ځیرک دی لیک لوست به زده کړي کاملې جبران د کوهنسي مکتب ته بوتلو، کاملې یې نوم جبران خلیل ور یاد کړو لاکن نوشته کونکي ته دا نوم ګران یا به ورته اوږد ښکاره سوی وي د خپلي آسانتیا په خاطر یې خلیل جبران نوشته کړی وو وروسته تل هم د خلیل جبران په نوم ونومول سو، خلیل جبران یې په مکتب کي له انګریزي ژبي سره د نااشنا کډوالو ماشومانو په ټولګي کي ومنلو هم یې په برخه تعصب ، نسل پرستي او د انصارو هلکوانو مغرورتیا سوه چي د جبران لپاره خورا ځورونکې پیښه وه ، په پیل کي لا جبران ته دا څرګنده سوه چي په امریکا کي بې له انګرېزي ژبي له زده کړي بریالیتوب تش یو خوب دی ، جبران زښت زیار به ګاللو د خپل ډراینګ او انځورونو لکبله یې خپل استادان ډېر زیات اغیزمن کړل ، کاملې د خپلي پوهني او پاملرني لکبله په یوه کال کي دننه یو دکان پرانستلو چي دواړو لوڼو او مشر زوی بطروس به ور سره کومک کولو په ظاهره یې اوس د اقتصادي بد حالۍ ورځي او شپې په رنګونو خړوبي وې لاکن د جبران په اړه ټول اندیښمن وو چي تر اوسمهاله د خپل وطن بشاریْ یادونو زښت ځورولو جبران ته چي به د لبنان په ډاګونو کي تېر سوی ژوند ور یاد سو د بسمل پشان به وتپېدلو ، جبران چي به د بوسټن پر روڼو سړکانو روان وو د بیګانګۍ د احساس سره به لاس ګریوان وو په ژورو فکرونو کي ډوب او په خپل ځان کي ورک وو، جبران غمجن وو، زهیر وو، کړیدلی وو لاکن د تخیل په پرواز کې یو لوی قوت پروت وو د تخیل دا ښایسته ویړ جهان د جبران په انځورونو کي خپل ځان په هنر څرګندوي د جبران استادانو چي دا انځورونه ولیدل حیران به پاته سول د جبران انځورونو د راتلونکي یوه اوچت انځورګر نخښي څرګندولې د خپل هنري استعداد لکبله جبران خپلو استادانو ته ډېر نژدې سوی او د خصوصي پاملرني باعث یې ګرځیدلی وو دا ځکه یې پر هر ګام د دې کډوال ماشوم دلاسا به کوله ، ته ولي ډراینګ نه زده کوې؟ د دې هنر د زده کړي ته ډېر ښه استعداد لرې، ځینو استادانو جبران ته دا مشوره ورکړه، جبران په ځواب کي ورته وویل غربت مي کله دې ته پریږدي چي د هنري مکتب فیس دي ادا کړم، استادانو یې ورته وویل په دې اړه ستا اندیښنه بې ځایه ده دلته شتمنو خلکو د ښګیړي څو ، څو څانګي پرانستي دي چي د بیل بیل ډولونو هنر ښودنه پکي کیږي ډیني سن هاوس هم دا ډول یوه څانګه ده هلته تاته په ډېر آسانتیا سره داخله رسېدلی سي.

نوربيا…

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۱) ګڼه\ چارشنبه\ثور ۲\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *