افغان امنیتي څواکونه

تاند- د وروستیو راپورونو له مخې کندوز ته د افغانستان د خاصو ځواکونو له رسېدو سره د دغه ولایت د مرکز کندوز ښار په شاوخوا کې امنیتي وضعیت مخ په بدلېدو دی.

تر پرون سهاره پوري، چې لا خاص ځواکونه او دغه راز دوه زره کومکي پوځیان کندوز ته نه ول رسېدلي، ښاریانو فکر کاوه چې د ولایت مرکز به په څو ساعتونو کې د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته ولوېږي خو د ځانګړو ځواکونو له رسېدو وروسته نه یوازې د خلکو بلکې د نورو امنیتي ځواکونو روحیه بدله شوې او اوس افغان امنیتي ځواکونه د بېلابېلو حمله کوونکو وسله والو پر ضد تهاجمي دریځ لري.

ویل شوي چې په کندوز کې د تاجکستان، ازبکستان او حتي چیچنیا جنګیالي هم له افغان طالبانو سره اوږه په اوږه د افغان ملي امنیتي ځواکونو پر ضد په جګړه کې برخه لري.

اوس کندوز ښار ته تر ټولو نژدې سیمه، چې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو په کنټرول کې ده، هغه د ګورتېپې (ګل تېپې) سیمه ده چې له ښاره شپږ کیلومتره لېري ده.

د کندوز اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې هغه مهال ناامني زیاته شوه چې له کندوز څخه مېشت ځواکونه بدخشان ته واستول شول او طالبانو له موجودې تشې استفاده وکړه.

پرون د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هند ته خپل سفر د کندوز ولایت د بې ثباتۍ په خاطر څو ساعته وځنډاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *