اسد الله صافی

ویل کیږی چی پوهنه رڼا ده اما څنګه کولی شم چی پوهه ترلاسه کړم؟ ترڅو په رڼا کې ژوند وکړم دا خو مالومه خبر ده چی انسان په ورځني ژوند کې له مختلفو حالاتو سره مخامخ کیږی لکه خوشحالې،غم،غریبی،مالدارې،مصروفیتونه وغیره د انسان هرې کړنې ته فکر،تحلیل او پوهي ته اړتیا ده، ترڅو یاد کارونه په دقیق او صحیح شکل ترسره کړل شی او که چیري مونږ خپل ژوند کې خدای مه که ناپوهه پاتې شو نو کیداشی له سترو ننګونو سره لا نور هم مخامخ شو لکه یو متل دی د پښو ښویدلو نه د ژبی ښویدل ډير خطرناکه وی که عقل او پوهه ولرو نو ژبه به مو نه ښویږی، ځکه د انسان په وجود کې ژبه او زړه ډير مهم بلل کیږی، د ژوند په هره مرحله کې باید انسان له پوهی عقل څخه کار واخلی فکر هغه وخت ښه راپور ورکولی شی چی عقل او پوهه موجود وی،که مو خپله ژبه او یا کومه کړنه صحیح حرکت ونه کړ کیداشي له ستری ننګونی سره لاس او ګریوان شو.

ځواب:هو ډير په اسانۍ کولې شو چې پوهه ترلاسه کړو،که چیره مونږ خپل ورځني مهال ویش کښی د کتاب مطالعي ته وخت ورکړو نو کیداشی ډير څه یاد کړو،

د مطالعی له لاری مونږ کولی شو چی خپل پوهه استعداد زیات کړو د یو روشنفکره انسان په توګه ژوند وکړو مطالعه کول په دی معنی چی ډيره پوهه ترلاسه کول په موضوع ښه پوهیدل ښه فکر کول ښه تحلیل کول دا هرڅه د مطالعی له لاری شونی ده،

که یو تعلیم لرونکی شخص لیک لوست او مطالعې ته شا کړي نو تاسو مطمین اوسی چې هغه شخص په مجلس کې غلي ناست او ډيره پوهه او مالومات به هم لری او خبری ادبیات ناسته ولاړه به یې ډيره کمزوري وي نثبت هغه چا ته چې هغه ډيره مطالعه لری،

یادونه یې اړینه بولم چی د پوهی لاسته ته راوړلو یوازینۍ لاره لوست یا مطاله ده او پرته لدې کومه بله لاره شتون نه لري، که مطالعه نه وي نو طبیعې ده چې پوهه به هم شتون نه لرلي. الله تعالی فرمایي (آیا برابر دي هغه کسان چې پوهیږي او هغه کسان چې نه پوهیږي) زمونږ ټولنه نن سبا له سترې ننګونی سره مخامخ ده ځکه چی د مطالعې کلتور نشته او د مطالعی کمزورتیا ددې سبب ګرځیدلی چې مسلمانان تر ټولو وروسته پاتې او د دښمنانو په دام کې ښکیل شوی دی،پدې شرایطو کې باید ځوان نسل ددې خطرناک زیان خواوې ښې وپيژني او په ټولنه کې د مطالعې د کچې لوړول او ددې کلتور عامولو ته د خپلو پلانونو په لومړیو لیکو کې ځای ورکړي، یعنې هم باید خپله په ورځ کې د مطالعې لپاره یو ځانګړی وخت ولري او هم دغه زمینه نورو ته په ځانګړي ډول په کور کې ښځو ته برابره کړو، که ځوان نسل و غواړي چې د وخت له پولي واوړي او په نړۍ کې څه د ویلو لپاره ولري نو باید پدې پوه شي چې (څه باید وکړي؟) باید د لوست پر اسلحه خپل ځان او فکر سمبال کړي، ځکه په اوسنی نړۍ کې کمزورې انسان ځای نه لري، هغه څوک چې پیاوړی فکر او د هویت ځانګړنه لري نو د یو درست او صحیح پلان له لارې هدف ته رسیدل یې هم لنډه وی، نو باید لوست او مطالعه په ځانګړي ډول په پام کې ونیول شي او کلتور شی،

رابه شو د مضوع بل اړخ ته او د مطالعی په اصولو به رڼا واچوو.

1) مطالعه باید په کره او ارامو مغزو ترسره شي یعنی که کچیري دماغ ستړی وی نو لوستونکی هیڅ ګټه نشي پورته کولی

2) مطالعه بادی په داسی وخت کښی ترسره نه شی چی لوستونکی ډير وږی او یا ډير موړ وی ځکه لوستونکي مطلب نه شی ترلاسه کولی،

3) د مطالعه باید په کافی رڼا لرونکی ځای کې ترسره شي،

4) مطالعه باید په داسی ځای کې ونه کړو چی هغه ځای کې شور ماشور یا غږونه وی ځکه چی د لوستونکی فکر بل خوا اوړی.

5) مطالعه باید په داسی ځای کې ترسره کړو چې هلته دتګ راتګ لاره نه وی یعنی د عبور او مرور ځای کې مطالعه کول صحیح نه ده.

6) د ډيري خوشحالۍ او خفګان پروخت مطالعه کول هم صحیح نده ځکه مطلب نشو ترلاسه کولی،

7) مطالعه باید په داسی ځای کښی ترسره نشی چی هلته له اړتیا زیاته یخه هوا یا ګرمه هوا وی ځکه لوستونکي نا ارامه کوی

8) داسی مضمون هم باید مطالعه نکړو چې مطلب ور نه شو ترلاسه کوی ځکه چې له مطالعی سره مو بیا فاصله پیداکوی،

9) د ډار یا ویري پرحالت مطالعه مه کوی ځکه چی فکر مو بلی خواته دی او د مطالعی نه مطلب نه شی ترلاسه کولی

10) همیشه کوښښ کوی چی د اړتیا او علاقی لرونکی مضمون مطالعه کړی دا ډير ګټه ورتمامیدې شې

11) کله چی مطاله کوی نو کتاب ډير سترګوته نژدی مه نه یسي او نه به یې ډيرلری نیسې ځکه د سترګو د تکلیف سبب کیداشی،بلکه په داسی ډول به کتاب نیسی چی سترګی مو پری خوشحاله او ستړی نشې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *