نوې ښوونکې له ځان پیژندلو وروسته له کړکۍ د باندې وکتل. وېې ویل:
له تاسو مې لومړۍ پوښتنه دا ده چې د ناروې طبیعت او هوا ستاسو له نظره څنګه ده ؟
ټولګیوالو په یوه خوله وویل : طبیعیت ېې بې جوړې دی خو بارانونو او ژمي ېې ستړي کړي یو .
خپلي وروځې يي پورته کش کړې څو ګامه ېې واخیستل او په بریښنايي تختې ېې په نارویژي غټ ولیکل :
« ارامي او امنیت »
بیا ېې موږ ته مخ رواړاو او وېې ویل :
دا مهم لغتونه در سره ولیکئ ، بیا ېې زیاته کړه موږ نارویژیان متل لرو چې هوا هیڅکله خرابه نه ده ، خو جامې مو خرابي دي.
لاسونه یې سره وموښل، سر ته یې ټکان ورکړ لکه ویښه شوې چې ويې وویل:
بخښنه غواړم زما خبرې اوږدې شوې اوس تاسو د ځان په هکله راته ووایئ.
موږ په نوبت پیل وکړ.
زه ترانه نومیږم د ازربایجان ،زه اچه نومیږم د ازبکستان ، او زه راسد د چیچنیا ، ایرینا نومیږم روسۍ یم ، او زه …… د افغانستان .
ښوونکې وویل هو دا هیوادونه یو وخت د روسیې مستعره ول .
ما ورغبرګه کړه ،
بخښنه غواړم افغانستان مستعمره نه بلکه سویټ یونیون ېې دړې وړې کړ.
ښوونکې موسکه شوه او وېې وویل هو خو لا هم افغانستان ارامه نه دی….
نازو پسرلۍ