د کندوز امنیه قومنداني

تاند- افغان امنیتي چارواکي وايي چې په کندوز کې امنیتي ځواکونو د روانو عملیاتو په لړ کې د طالبانو یو مهم قومندان وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن رسنیو ته وویل چې تېره شپه د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو یو مهم قومندان ملا مصطفي له ۲۷ ملګروسره ووژل شو.

طالبانو د خپل دغه قومندان د وژل کېدو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

خو افغان امنیتي چارواکي د ملا مصطفي وژنه په کندوز کې طالبانو ته لوی ګوزار بولي.

له بلې خوا په همدې ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د افغان امنیتي ځواکونو د یوې اډې د محاصره کېدو خبر ورکول کېږي.

د امام صاحب ولسوال امام الدین قریشي وايي چې د تاج ګذر په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو یوه اډه د وسله والو طالبانو له لوري کلابنده شوې او که کومکي ځواک ورونه رسېږي ممکن د طالبانو لاس ته ولوېږي.

په همدې حال کې ویل شوي چې طالبانو په کندوز کې ۲۰ سیمه ییز پولیس ژوندي نیولي دي.

پرون طالبان د کندوز ښار تر شپږ کیلومترۍ پوري وړاندې شول او د ګورتېپې (ګل تېپې) سیمه یې ونیوله.

خو راپورونه وايي چې کندوز ته د کومکي ځواک له رسېدو وروسته وضعیت په بدلېدو دی.

له کندوزه اکثره امنیتي ځواکونه بدخشان ته استول شوي وو چې هلته د منځنۍ اسیا له جنګیالیو سره په جګړه کې برخه واخلي.

په کندوز کې د جګړو له لاسه تر ۲ زره زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي دي.

اکثره خلک له هغو سیمو د ولایت مرکز کندوز ښار ته پناه وړط چې طالبانو لاندې کړي دي. بې ځایه شوی خلک له حکومته غواړي چې ژر تر ژره عملیات وکړي او د دوی سیمې له طالبانو خلاصې کړي.

له تېرو څو ورځو راهیسي د کندوز په شپږو ولسوالیو کې د دولت د وسله والو مخالفانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *