تاند- په بدخشان ولایت کې د مځکې د ښویېدو له کبله لږترلږه ۵۲ تنه تر خاورو لاندې شوي دي.
د بدخشان ولایتي چارواکو نن وویل چې دا پېښه سهار وختي په خواهان ولسوالۍ کې د تاجکستان پولې ته نژدې شوې ده.
د بدخشان چارواکي وايي چې د پېښې ځای خورا لېري دی او سړک هم نه لري.
د بدخشان والي شاه ولي والله ادیب وویل چې مصیبت ځپلې سیمه د هیواد له نورو سیمو سره د ارتباط لاره نه لري، په واورو پوښلې او یوازې د هوا له لارې ارتباط ورسره نیول کېدای شي او له همدې کبله سیمې ته د مرستو رسول ګرانه دي.
په بدخشان کې دا ډول پېښې پر له پسې کېږي ځکه چې له یوې خوا پکې زیاتې واورې اوري او له بلې خوا زلزلې ډېرې کېږي.
ادیب وویل:«سیمې ته کوم سړک نه دی غځېدلی، یوازې د هیلي کوپتر په وسیله مرسته لېږلی شو. نن ناممکنه ده چې سیمې ته ځان ورسولی شو. موږ هیلي کوپترو ته انتظار یوو.»
د تېر کال د مې میاشتې په لومړیو کې په بدخشان ولایت کې د مځکې د ښوییدو له کبله یو لوی کلی تر خاورو لاندې شو او شاوخوا ۳۵۰ تنه تري تم شول.