مسعوده آرزو

تاند- د افغانستان د بدمنټن د فدرېشن (فدراسیون) ريیسه مسعوده ارزو د بدمنټن د اسیايي فدرېشن د کمېټې مشره غوره شوه.

دا دوه کاله پخوا د افغانستان د بدمنټن د فدراېشن ريیسه ټاکل شوې وه.

اغلې ارزو د چین په واهان ښار کې د اسیا د بدمنټن د فدرېشن د اجرايي کمېټې په غونډه کې د اسیا د بدمنټن د فدرېشن مشره غوره شوه. د دې په وړاندې د سوریې او مکاو استازې کاندیدانې وې.

د اسیايي بدمنټن د فدرېشن د اجرايي کمېټې غونډه په هرو څلورو کلونو کې یو ځل کېږي.

اغلې ارزو تر دې مخکې د افغانستان د نجونو د والیبال د ملي لوبډلې لوبغاړې وه او له دې سره په یو وخت یې په کابل کې د یوې سپورتي راډیو مسوولیت په غاړه درلود.

د افغانستان د بدمنټن په فدراسیون کې یوازې ۶۲ تنه نجونې او هلکان غړیتوب لري.

په افغانستان کې د بدمنټن فدراسیون ۴۵ کاله پخوا تاسیس شو خو جنګونو مهلت ورنه کړ چې په افغانستان کې دا لوبه وغوړوي.

ځواب دلته پرېږدئ