۱۳۹۴/ثور/۹
فضل یار
تیره ورځ دخوست ولایت په ملي لوبغالي کې دفوټبال دلیګ سیستم په سیالیو کې له (الف) ګروپ څخه دغرغښت او المرې لوبډلو ترمنځ په زړه پورې لوبه ترسره شوه.
لوبه ماسپښین مهال درې نیمې بجې پیل شوه ،لوبه په دې په زړه پورې وه ،چې دواړه لوبډلې ښې غښتلې او مساوي وې ،دلوبې په اولنۍ نیمه کې دنادرشاه کوټ ولسوالۍ دالمرې لوبډلې یو ګول وواهه ،چې دغرغښت لوبډلې په خپلو ټولو هڅو سره هم ونه کولای شول ،چې دغه اوله نیمه مساوي کړي .
دلوبې په اوله نیمه کې د المرې لوبډلې لوبغاړي فیض الله دګول په برکت خپله دفاع جاري وساتله او ددې نیمې ترپایه یې خپلې سیالې لوبډلې ته دګول کولو موقع ورنه کړه.
د لوبې دویمه نیمه ،چې بیا هم په ډیرې تیزۍ سره پیل شوه ،دواړو لوبډلو یې دګولونو په کولو کې خپلې ټولې هڅې دریغ نکړې ،چې په دې نیمه کې دغرغښت لوبډلې له لوري قاسم وتوانید ،چې لوبډله یې له ماتې وژغوري او په دې دویمه نیمه کې یې دخپل ګول انتقام واخیست او لوبه یې مساوي کړه .
په دې سره دواړو لوبډلو وکولای شول ،چې ددې لوبې څخه ،چې مساوي شوې وه ،یو – یو پواینټ دخپلې لوبډلې په نوم کړي .
دلوبې دکمېټې دپرېکړې پراساس ،فیض الله ،چې ډیر کم عمره لوبغاړی و او دخپلې لوبډلې له پاره یې یو ګول هم کړی و ،غوره لوبغاړی ونومول شو.
دیادولو وړ ده ،چې نن ورځ له دویم (ب) ګروپ څخه د دوو قوي لوبډلو همت اومیدان هوايي ترمنځ سیالي کیدونکې ده .