غني او مودي

ژباړه : خان ولي خان بشرمل

د قدرمن ولسمشر اشرف غني او د مطبوعاتو د غړیو په اجازه

زه خوښ یم چې ولسمشر او د نوموړی همکاري ډلې ته ښه راغلاست وایم

موږ په داسې حال کې سره ګورو، چې نیپال تر خونړۍ ناورین لاندې دي. زه باید ووایم، چې ولسمشر اشرف غني او زه دلته د خپلو دواړو هېوادونو په استازیتوب، د جنوبي اسیا او د نړۍ د خواخوږي باور د نیپال خلکو ته وړاندې کړم. دا ستاسو (نیپال) د بشریت او ډاډ پایله ده چې د نړۍ عزتمنه پاملرنه مو ځان ته در واړوله. تاسو باید پوه شئ، چې په دی ازموینه او ناورین کې یوازې نه یاستي.

موږ به ستاسو د چوپړ په موخه هر هغه څه ترسره کړو، جې ستاسو د ژغورلو او اسانیتا سبب ورګرځي. تاسو باید ډاډ ولری، چې موږ به ستاسو د کورونو په بیا رغونه او د تاریخي ځایونو په خوندې کولو کې تاسو سره څنګ په څنګ ودریږو.

همدا ډول ما او ولسمشر غني له یو بل سره په تفصیل سره خبرې وکړی، چې موږ د خپلو تاریخي همکاریو په مرسته افغانستان بیا جوړو. موږ د هند خلک پر دی خوشاله یوو، چې افغانان د یو سوله ایز او خوشاله راتلونکې په موخه پوره ډاډ او ځواک لري. موږ ته مالومیږي، چې نن دوی پر لویو کړکیچنو حالاتو لاسبري کیږي.

د هند او افغانستان اړیکې یوازې د دوه هېوادونو ترمنځ ندی بلکې د دوه ولسونو ترمنځ د زړونو نه شلیدونکي اړیکې دي.

موږ د افغان ولس پر ملګرتیا او ځانګړې پیژنګلوي ویاړو. هر یو هندي وګړي له افغانانو سره بې شمېره او ژوره د مینې او درناوي خواخوږی لري.

همدا علت دی، چې موږ له افغانانو سره څنګ په څنګ ولاړ یوو، تر څو د یو باثباته، واحده، ولسواکه او خوشاله افغانستان ډبره کیږدو. چې دا ټول زموږ پر ملګرتیا انحصار کوي. بل خوا ته دې موخي ته د رسیدو لپاره سیمه ایزه سوله او پرمختګ باید زموږ له ژمنتیاوو څخه وي. له نن څخه ۱۴ کاله وړاندې مو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوری کې د خپلو اړیکو لپاره د یو نوې څپرکي پرانسته کړی وه. زه باید ووایم: چې د ډېرو جغرافیايي او سیاسي خڼدونو ترڅنګ زموږ ملګرتیا ځلانده ده. موږ به دا د ملګرتیا سفر د ولسمشر اشرف غني او اجرایه رئیس عبدالله عبدالله سره دوامداره وساتو.

دا ملګرتیا به یوازې د بهرنیانو له وتلو سره تړاو ونلری بلکې تل پاتې به وی. د یادونی ده، چې وروستې د واک سولیز ولسواکه لیږد د افغانستان لپاره یو پرمختللي ګام دي. له دې داسې ښکاري، چې میړنو افغانانو پر ولسواکي باور درلود او سیاسي مشرانو یې له پوهې کار واخیست. موږ پوهیږو چې سیاسي یووالي او لرلید د هېواد د راتلونکې لپاره اړین دي.

زه د ولسمشر غني له سوله ایز او باثپاته لرلید څخه چې د افغانستان په اړه یې لري، مطمین یم. موږ د افغانانو لخوا او د افغانانو په استازیتوب د سولي په بهیر کې ګډې ګټي لرو. خو باید وویل شي: چې دا بهیر باید د افغانستان د اساسي قانون په چارچوب او له تشدد څخه پاک چاپیریال کې پرمخ یوړل شي.

دا بهیر باید د تیرو څوارلس کالونو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې لاسته راوړني پیاوړي کړي. د دې ترڅنګ باید دا بهیر د ټولڼې هر اړخیز بشری حقوق او احساسات خوندې کړی، چې باید د میرمنو حقوق هم له ځان سره ولري.

د سولې بهیر د بریا په موخه د ګاونډیانو غوڅ مثبت او تعمیري رول ته اړتیا لیدل کیږي او دا په هغه صورت کې شوني دی، چې دوی د تشدد ملاتړ پریږدي.

موږ د افغانستان هغه غم چې د ترهګري او سخت دریزي له امله یې موندلی دی او د انسانانو ژوند یې پکې له لاسه ورکړی دی او د پرمختګ مخه یې ډبه کړی ده، شریک یوو.

زه باید له ولسمشر څخه مننه وکړم چې د ترهګري په جنګ کې راسره ولاړ دي.

موږ د زړه له کومي له افغان نظامي ځواکونو څخه مننه کوو، چې زموږ له خلکو یې هم هغسې ساتنه کړی لکه څنګه چې دوی د خپلو خلکو کوي.

ولسمشر اشرف غني ما سره هغه اغیزناک پلان او لرلید شریک کړ، چې دي یې د افغانستان په موقعیت، وسایلو او وړتیا کې ویني. موږ پر دی باور لرو، که چیرته افغانستان له هند او جنوبي آسیا سره د ځمکنۍ او همداسې د اوبو له لارې ونښلول شي، نو لرې نده چې افغانستان به د آسیا د قسمت د بدلولو ستوری وګرځي.

موږ آماده یوو، چې افغان ټرکونو ته د (ICP) آتاری پر اډه ښه راغلاست ووایو. موږ دې ته هم آماده یوو، چې په اوسنې افغان – پاک تجارتي او ترانزیتي تړون کې ګډون وکړو. چې له امله به یې د جنوبي آسیا ډېره پخواني تاریخي لاره بیا پرانستل شي. زه باید بیا تائید کړم، چې زه پوره ژمنتیا لرم،چی په ایران کې د چاه بهار پروژه پرمخ یوسوو. همداسې موږ به ډېر ژر د ځمکې له لارې د تجارت تړونلیک لاسلیک کړو.

موږ به خپل پرمختیایی شراکت تر زیربینا، کرهنی، ټیکنالوژي، بشری قواوو د پیاوړتیا، ټولنیزې پروژو او بشری مرستو پورې وغځوو. موږ پر دې هم کار کوو، چې له افغانستان سره په نورو تجارتی او د پانګوني په برخه کې اړیکی پیاوړي کړو.

د افغان ماشومانو لپاره په دی ټولو همکاریو کې یو ځانګړۍ ځای ساتل شوې دي. نن ما بیا له سره د حبیبیه لیسې، اندرا ګاندهي روغتون او سرې میاشتې دفتر سره چې د ماشومانو د زړه ناروغیو په برخه کې مرسته کوی، تازه ژمنی کولو ته غاړه کیښوده.

موږ د افغان ځواکونو د روزلو په برخه کې د دوامداره ملاتړ په موخه چمتووالي وښود. زه خوښ یم، چې افغان ځواکونو ته مو دری چیتل هیلې کاپټري ورکړی او دا به د دې میړنی ځواک سره د دوی د وړتیاو په زیاتولو کې ډېره مرسته وکړی.

جناب قدرمن ولسمشر: د افغانستان بریا د افغانانو یوازنۍ غښتلی منزل دي. د افغانستان بریا د نړۍ لپاره هم اړینه ده. خو زموږ مشکلاتو دې همکاریو ته لا نوره لاره اواره کړه.

په نړیواله کچه هند ستاسو او د افغان ولس تر څنګ ولاړ دی او دې سفر ته به ادامه ورکوو.

ستاسو سفر زموږ شراکت ته یوه نوې روحیه ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *