تراوسني وخت افغانان ډېر ارام وو، ددولت په سرکي ځواکمن مشر، مسلکي کابينه، په کارپوه واليان، منل سوی وسله والو ځواک، پوهنتون، نيمه لوړي زده کړي، لېسې او ان په ليروکليو کي لا ښوونځي فعال او ددوی په سويه تعليمي نصاب ورته چمتو سوی وو.

که افغانستان تراوسه هغسي د هراړخيز چټک پرمختګ په لار روان وای، نو د کارپوهانو په خبره اوس به افغانستان ته هم په زرګونو باندني اتباع په قاچاق راتللای او دلته به يې ګټلي افغانۍ په خپلو اقتصادي پياوړتياو کي لګولای!

افغانستان به په خپلو پښو ولاړ اقتصاد، پر خپلو مټو متکي وسله وال امنيتي ځواکونه او په خپل لاس جوړ کړی داسي اقتصادي نظام درلودای، چي دنورو مرستو ته اړتيا څه، چي خپلي مرستي به يې نورو ته لېږلای.

افغانۍ به د نړيوالو کرنسيو په ليکه کي هغه ځای درلودای، لکه په اوس وخت کي، چي يې د پرمختللو خپلواکوهيوادونو پولي واحد لري.

ګاونډيانو به مو پرموږ سترګي نه سوای سرې کولای، ځکه له دوی سره به مو د اوبو ، ډېورنډ کرښي او نور مشکلات داسي حل وای، چي دوی به راڅخه ځان پېچلای.

خدای خبر، افغانان چا نظر کړل، چا يې په ښايسته وطن کوډي وکړې، چي د ۱۳۵۷ کال د غوايي پر اوومه نېټه جوړ نظام د انقلاب (!) لخوا راونړول سو.

د هيواد اساسي ستني ولړزېدې، خو د لږ وخت په تېرېدو سره ورځ تربلي ګران افغانستان د يوې تيارې خواته پرشاتګ پيل کړ، د روس او امريکا غوبل زور واخيست، د دين مذهب په نامه يې د افغانانو له پاکو احساساتو ګټه واخيسته او د پردي غوايي له وحشت څخه د ځان ژغورلو لپاره ګاونډيانو او نړيووالو وړيا وسلې اوپيسې رامخته کړې.

تر دوه ميلون زيات بې ګناه افغانان شهيدان، ترپنځه ميلون زيات مهاجر او تردغه ډيرو کسان معلول سول، چي دا يو نړيوال بشري ناورين ګڼل کېږي.

له دې سپېڅلي مبارزې وروسته د پردي غوايي يوبل خطرناک ښکر راشين سو، پردي غوايي په خپل دغه تېره راشين سوي ښکر، چي په پردۍ کونجاره يې وده کړې وه، افغانان د يوبل ناورين پرټغر کښېنول.

داځل د افغانانو هغه پاته ملي او شخصي شتمنۍ په سپينه ورځ چور او په پرديو بازارونو کي په نڅه ليلام سول، چي تراوسه يې جبيره نه ده سوې او نه به هم وسي.

ددې ناورين په دوران کي نږدي سل زره کسان له منځه ولاړل او په ککريو يې ټوپکوالوځانونو ته محکمي کلاوي جوړي کړې، ددې ترڅنګ معصوم افغانان او معصومي افغاناني بې پته او ځينو د عزت ساتني په خاطر ځانونه له لوړو منزلو راشوه کړل، چي داسي سترجنايتونه به چنګېز، هلاکو او نورو ظالمانو هم نه وي کړي.

که پر ګوتو سم حساب ورته وکړل سي، نو اوس به څلورو لسيزو ته رسيږي، چي افغانان د پرديو غوايانو له لاسه په وينو کي غرقيږي اوڅوک يې ږغ نه اوري.

له دغه ناورين څخه د خلاصون يوه اساسي لار داد، چي ټول وروڼه ملتونه د خپل ديني د اصولو له مخي يو اوبل ته دخدای(ج)، رسول(ص) او ځپلي هيوادپه خاطر لاسونه سره ورکړي.

په پوره ايماندارۍ د پرديود غلامۍ ځنځيرونه له غاړي خلاص او د ګران افغانستان هراخيزي ابادۍ ته ملا وتړي، چي په داسي کړنه کي د ټولو هيوادوالو نېکمرغي نغښتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *