د خوست ولايت د ګربزو،اسماعيل خېلو او مندوزيو،نادرشاه کوټ ،تڼيو او ځاځيميدان ولسواليو کې د بيارغونې په ډګر کې (٦٢) دوه شپېته بېلابېلې پروژې ترکار لاندې دي، چې په بشپړېدو به يې د سيمه والو ګڼ شمېر شته ستونزې هوارې او خلک به ترې لازمه ګټه پورته کړي.
دا څرګندونې دخوست ولايت مقام وياند او د رسنيو د دفتر مسوول مبارزمحمدځدرآڼ د يو شمېر رسنيو سره د ځانګړې اونيزې مرکې پرمهال په ډاګه کړې .
ځدرآڼ وويل دخوست ولايت په پنځو ولسواليو کې دا مهال د سيکا يا د ثبات د پروګرام په چوکاټ کې د ګربزو،اسماعيل خېلو او مندوزيو،نادرشاه کوټ ،تڼيو او ځاځيميدان په ولسواليو کې (٦٢) دوه شپېته بېلابېلې پروژې ترکار لاندې دي، چې ساختماني چارې به يې په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.
د نوموړي په خبره په يادو پروژو باندې ((يو سلو يو اتيا مېليونه، اته شپېته زره،پنځه سوه پنځه شپېته)) افغانۍ لګښت راځي، چې ټول لګښت يې د ثبآت د برنامې لخوا ورکول کيږي.
مبارزمحمدځدرآڼ ددې پوښتنې په ځواب کې چې دغه شمېر پروژې په کومو ولسواليو کې په کوم شمېر سره روانې دي وويل چې يوويشت پروژې په نادرشاه کوټ،اته په تڼيو،لس په مرکز،اوه په اسماعيل خېلو او مندوزيو،درې په ګربزو ،اته په ځاځيميدان او پنځه نورې پروژې د ولايت په مختلفو سيمو کې پيل شوي دي، چې ګڼ شمېر بې روزګاره ځوانانو ته په کې د حلالې مزدورۍ زمينه هم برابره شوي ده.ده زياتوله چې پدې پروژو کې استنادي دېوالونه،د اوبو ذخېرې،لويې ويالې او نورې ورته پروژې شاملې دي .
دده په وينا د سيکا د پروژو اساسي ارزښت پدې کى دى، چې ټولې پروژې يې د سيمې خلک پخپله انتخابوي او دجوړولو چارې يې هم د سيمه والو لخوا پرمخ وړل کيږي.
د ولايت مقام وياند او دمطبوعاتي دفتر مسوول مبارزمحمدځدرآڼ په خلکو غږ وکړ، چې دپروژو د تطبيق پرمهال د چارو کيفيت ته جدي پاملرنه وکړي او چاته ددې اجازه ورنه کړي چې د خپلو ناچيزو شخصي ګټو پخاطر ولسي ګټې له خطر سره مخامخ کړي او ترڅنګ دې د جوړو شويو او جوړېدونکو پروژو په ساتنه او پالنه کې هم اساسي رول ولوبوي.
د يادولو وړ ده، چې سيکا يا د ثبات پروګرام دخوست ولايت په پنځو ولسواليو کې فعاليت کوي، چې په ١٣٩٣ لمريز کال کې يې په يادو پنځو ولسواليو کې د (( يو سلو څلوېښت مليونه،درې سوه پنځه شپېته زره )) افغانيو په لګښت ((٨٥)) پنځه اتيا پروژې پلي کړي دي.
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
١٠-٢-١٣٩٤ پنجشنبه