تاند – د پاکستاني طالبانو یوه چارواکي هغه رپوټونه رد کړل، چې دوی په سوریې کې خپله یوه ډله ځای پرځای کړې او هلته یې د بشار الاسد د رژیم پرضد جګړه پیل کړې ده.
طالبانو وویل چې دوی په پاکستان کې دننه خپلو هڅو ته ځیر دي. تحریک طالبان پاکستان دغه رپوټونه بې بنسټه وبلل، چې د طالبانو یوه وړه ډله چې پکې عربان او د منځنۍ اسیا د هیوادو کسان هم شته په خپله خوښه سوریې ته تللي دي.
د طالبانو د شورا د یوه جګپوړي قوماندان په وینا فرانس پریس اژانس رپوټ ورکړ چې تر اوسه پریکړه نه ده شوې چې سوریې ته دې د طالبانو جنګیالي ولاړ شي. دغه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی فرانس پریس ته زیاته کړه، چې موږ په سیمه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو، د ناټو او امریکا ځواکونه لا په افغانستان کې شته نو سوریې ته نه ځو.
د طالبانو د شورا دغه غړي دا هم وویل، چې طالبان په پاکستان کې له پاکستاني پوځیانو سره په جګړه دي، خو په دې کې هم شک نه شته چې دوی په سوریې کې د مجاهدینو پلوي دي.
خو بل لور ته په میرانشاه کې د طالبانو د منځنۍ کچې د یوه قوماندان په وینا ویل شوې دي چې یو شمیر جنګیالي یې په خپله خوښه سوریې ته د جګړې لپاره تللي دي.
نو ولی نه ځی ؟خو هلته هم جهاد سته. پر افغانستان خو داسی راځغلی . هلته ولاړ سی که رشتیا دنر زامن یاست.