څلورمه برخه
سټيفن کينګ، د ماتو او برياوو ليکوال
سټيفن ايډوين کينګ (Stephen Edwin King) تکړه امريکايي کيسه ليکوال او ناول ليکونکی، په ۱۹۴۷م کال د سپتمبر په ۲۱مه نيټه د امريکا د پورټلنډ په ماين(Maine) نومې ځای کې زيږيدلی دی. د دغه لوی ليکوال په ژوند کې ستونزې له ماشومتوبه پیل شوې. کله چې د دوو کلونو و، پلار يې خپله کورنۍ يوازې پريښوده او ترې جلا شو. د دوی مور د دوو زامنو د لويولو او روزلو لپاره يوازې پاتې شوه. دغه کورنۍ په ځينو وختونو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه.
ښاغلی کينګ په کوچنيوالي کې زيات وخت له ناروغيو څخه کړيده. په ماشومتوب کې يې نږدې ملګری د ريل ګاډي پوسيله ووژل شو، چې نوموړی يې له ډيرو خواشينيو سره مخ کړ.
سټيفن کينګ د (Lisbon falls high school) ښوونځي څخه فارغ شو. نوموړی د ښوونځي په دوران کې له ويروونکو کيسو سره ډيره علاقه لرله چې زياتره به يې د ځينو ليکوالانو ويروونکې کيسې لوستلې او سينماګانو ته به د ويروونکو فيلمونو د ليدلو لپاره تله. د ښوونځي په دوران کې يې په ليکلوالې پیل وکړ. ده به خپلې ليکنې ورځپاڼو ته لیږلې، خو زياتره به يې د رد ځوابونه تر لاسه کول. بالاخره يې لومړنې کيسه په يوه مجله کې چاپ شوه، چې د کيسې عنوان يې د مجلې ادارې لخوا بدل کړی شوې و، او ښاغلي کينګ ته يې دوه مجلې د حق الزحمې په توګه ورکړې.
په ۱۹۶۶م کال کې يې د ماين په پوهنتون کې يې د انګليسي ادبيات پيل کړل چې څلور کاله وروسته له دغه پوهنتون څخه فارغ شو او په عالي ښوونځيو کې يې د تدريس اسناد هم لاس ته راوړل، خو په دغه وخت کې په کوم ښوونځي کې د تدريس په موندلو بريالی نه شو. په دې وختونو کې يې د مزدورې يوازينې سرچينه په مجلو باندې د کيسو پلورل وو.
په ۱۹۷۱م کال کې يې واده وکړ. د همدغه کال په مني کې د (Hampden Academy) کې د ښوونکي په توګه وګمارل شو. په دغه وختونو کې يې مجلو ته د لنډو کيسو ليږل جاري وساتل او د ناول ليکلو فکر هم ورسره پیدا شو. په ۱۹۷۳م کال کې يې د (Carrie) په نوم کتاب مختلفو خپرندويو مرکزونو ته وړاندې کړ خو د خپريدو څخه رد کړل شو. له ۳۰ ځله رد کيدو وروسته سټيفن کينګ داسې حالت ته ورسيده، چې دغه کتاب يې په يوه کثافتدانې کې واچولو. د ده ميرمنې بيا د دغه کتاب ليکلې نسخه له کثافتدانې څخه راواخيسته او ښاغلی کينګ يې تشويق کړ، تر څو دغه کتاب سرته ورسوي او خپور يې کړي.
يوه ورځ يې خبر تر لاسه کړ چې يو کوچني خپرندوی مرکز ستا د کتاب چاپولو ته زړه ښه کړيدی. او له دې وروسته د ده له ژوند څخه بيوزلي هم ختمه شوه. سټيفن کينګ د دغه کتاب له درکه څه باندې ۲۰۰۰۰۰ امريکايي ډالر تر لاسه کړل. د دغه پيسو په لاس ته راوړلو سره يې د ښوونکي دنده هم پريښوده او خپل ټول پام يې د کيسو او ناولونو ليکلو ته واړوه.
له دې وروسته يې ۵۰ څخه زيات ناولونه او تقريبا ۲۰۰ لنډې کيسې وليکلې. په دغه ناولونو کې اووه هغه ناولونه هم شامل وو چې د (Richard Bachman) په مستعار نوم ليکل شوي وو. نوموړي ځکه دغه ناولونه په مستعار نوم خپاره کړل، چې د ده ځينې ناولونه ژر ژر چاپ شول، ددې لپاره چې لوستونکي د يو ليکوال لخوا د ناولونو ژر ژر چاپیدل نه خوښوي، نو له دې امله يې ځيني کتابونه په مستعار نوم چاپ کړل.

د ۱۹۸۰م کال کې په الکولو او کوکاينو باندې سټيفن کينګ روږديدنه د ده ميرمنې لپاره يوه لويه انديښنه پيدا کړې وه، دغې روږدېدنې نږدې لس کلونه ونيول. د دغې روږديدنې نه د خلاصون په خاطر له ده سره يې ميرمنې ډيره مرسته وکړه.
د ده په ژوند کې بله دردوونکې پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه، کله چې په ۱۹۹۹م کال د جون په ۱۹مه نيټه د مازديګر پر مهال له سرک څخه تيريده او په ترافيکي پيښه کې ډير شديد زخمي شو. په دغه پيښه کې د نوموړي ښی لنګی څو ځايه مات شوی و، د کوناټي هډوکی يې هم مات شوی و او همدارنګه د ده ښي سږي او د سر کوپړۍ ته هم شديده ضربه رسيدلې وه. ډيرو دا فکر هم نه کاوه، چې نوموړی دې له دې پيښې وروسته ژوندی پاتي شي. د دغې پيښې نه لسګونه کلونه وروسته اوس هم د نوموړي بدن کې ستونزې په ځای پاتې دي.
د ده په ژوند کې له دې ټولو ستونزو سره سره، نوموړی بيا هم د نړۍ په کچه يو لوی او بريالی ليکوال دی. د Amazon.com په وينا د سټيفن کينګ کتابونه د نړۍ په کچه له ډيرو پلورول شويو کتابونو څخه دي، چې له ۳۵۰ ميليونو ټوکو څخه زيات پلورل شويدي. همدارنګه د ده ځيني ناولونو څخه مشهور فيلمونه هم جوړ شویدي.
سټيفن کينګ د نړۍ له هغه ناول ليکونکو څخه ده، چې زياتره ويروونکي او د ساينس فيکشن ناولونه او لنډې کيسې ليکي. دی د نړۍ په سطحه د ويروونکو ناول ليکونکو په لومړي سر کې راځي.
نور بيا …