تاند- سلګونو افغان دیني عالمانو د پنجشنبې په ورځ د کعبې د امام د دریځ په ملاتړ غونډه وکړه.
د کعبې امام اسلام له طالبانو او داعشه او د هغوی له اعمالو بېل وباله، ویې ویل چې دا دوې ډلې له اسلام سره هیڅ ارتباط نه لري.
افغان دیني عالمان د حاجي عبدالرحمن جومات مخته راټول شول، د جګړې د غندلو په ترڅ کې یې له ټولو خواوو وغوښتل چې ژر تر ژره وینه بهېدا ودروي.
دا غونډه د افغانستان د دیني عالمانو د شورا په بلنه جوړه شوې وه. پر دې شورا ځیني کسان نیوکه کوي چې د جګړې په وړاندې یې خوله پټه کړې او په جرات خپل دریځ نه شي څرګندولی.
د افغانستان دیني عالمانو او ملاامامانو د هیواد د ولسمشر د هغې اعلامیې ملاتړ اعلان کړ چې له افغانانو یې غوښتنه کړې چې د ملي امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي.
دوی له حکومته وغوښتل چې د جګړې پر ځای سوله غوره کړي.
د کعبې امام د پاکستان د سفر په ترڅ کې وویل، طالبان او داعش که د اسلام غلطه تشريح کوي نو دوی د اسلام له دایرې بهر دي ځکه چې دغه خلک د قران د آيتونوترجمه د خپلو ذاتي ګټو لپاره کوي او د هغې پر بنياد بې ګناه خلک، ماشومان او ښځې وژني چې يو بې دليله او غلط عمل دی او له دې سره اسلام ته زيان رسيږي.
افغان دیني عالمانو د سولې د پروسې په میکانیزم کې د بیا غور غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دیني عالمانو ته باید د پخلاینې په بهیر کې لا زیات رول ورکړای شي.
د افغانستان حکومت تل له دیني عالمانو غوښتي چې د سولې او پخلاینې په بهیر کې مخکښ رول ولوبوي خو داسي ښکاري چې ځیني دیني عالمان له دې ویرې چې د طالبانو له لوري وژل کېږي او ځیني نور د هیواد په مهمو مسایلو کې د لېوالتیا نه لرلو له کبله ځان ګوښه کوي.
د کعبې شریفې امام پاکستان ته په وروستي سفر کې په زغرده وویل چې طالبان خوارج دي. ده وویل چې د طالبانو او داعش اعمال له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري.
ده دا هم وویل چې دا دوې ډلې او نور چې د قرآن آیتونه تحریفوي، په حقیقت کې خوارج دي.