تسلا – افغان: د څو ورځو ځنډ وروسته بالاخره د دسې شنبې په شپه په کندهار کې د شپې له لوري د فوټبال سيالۍ پيل شوې، چې تر اختر پورې به دوام وکړي.
ويل کېږي، چې دغه سيالۍ څه ورځې وړاندې پلان شوي وې، خو د اولمپيک رياست او کندهار ښاروالۍ د مسولينو ترمنځ ستونزې ددې لامل شوې، چې د سياليو د اعلان سره سره ټورنميټ د برېښنا د نشتون له امله پيل نه شي.
د کندهار د اولمپيک مرستيال مدير اغا وايي، چې مخکې پلان شوي سيالۍ د دوى سره د همږغۍ پرته ترسره کيدې او د غير مسلکي کسانو له لوري پر مخ وړل کیدې.
هغه زياته کړه، چې تېره شپه يې دغه سيالۍ يو ځل بيا پيل کړې، چې پکې نژدې ٩٠ لوبډلې يو د بل په وړاندې د سيالۍ ډګر ته راځي.
دده په وينا، چې د پيل شويو سياليو په جريان کې به هره شپه د لسو بجو څخه بيا د شپې تر ناوخته درې لوبې ترسره کیږي.
هاخوا بيا د فوټبال لوبې د ننداره چيان وايي، چې د ليري ليري سيمو څخه احمدشاهي لوبغالي ته راځي او خوښ ښکاري، چې د اولمپيک امريت ورته د روژې په مياشت کې د شپې له لوري سيالي ورته چمتو کړي دي.
خو يوشمېر ننداره چيانو بيا شکايت کاوه، چې ورزشي سټوډيم ته د اخلیدو پر سر ورڅخه تر ٣٠ افغانيو پورې پيسې اخلي، چې د دوى تر توان وتلي دي.
ويل کیږي، چې د کندهار احمدشاهي لوبغالى تر ٤٠ زرو پورې کسان ځايولاى شي او هر لوبې ته په تقريبې ډول تر درې زره پورې ننداره کوونکي راځي، خو اوس شکايت دادى، چې د ننداره کوونکو څخه ډېرې پيسې اخيستل کیږي او زيات کسان زړه نه ښه کوي، چې لوبې ننداره کړي.