تاند- افغان امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه یې په خوست ولایت کې لږترلږه ۲۵ وسله وال سختدریځي وژلي او تر ۲۰ ډېر نور یې ژوبل کړي دي.
د خوست د والي ویاند وايي چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د تریزیو او عليشیرو ولسوالۍ د ببرک تاڼې پر امنیتي پوستو او د افغان ځواکونو په مرکز بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له ځوابي برید برید سره مخامخ شول او په نتیجه کې یې ۲۵ وسلوال وژل شوي او تر شلو ډېر ټپیان شوي دي.
د خوست د مطبوعاتي دفتر مسوول مبارز محمد ځدراڼ وویل چې شاوخوا دوه نیم سوه وسلوالو د ببرک تاڼې په سیمه کې د افغانستان پر سرحدي پولیسو ترسره شو، د سهار تر شپږو بجو يې دوام وکړ.
ده زیاته کړه، د وژل شویو وسلوالو څلور مړي هم د افغان ځواکونو لاسته لویدلي دي.
طالبانو د حملې مسوولیت په غاړه اخیستی خو ادعا یې کړې چې افغان امنیتي ځواکونو ته یې درنې مرګ ژوبلې اړولي دي.
خو مبارز ځدراڼ وايي چې په دې برید کې دوه تنه افغان سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د ببرک ټاڼې د سیمې یوه اوسېدونکي عیدمرجان رسنیو ته وویل چې له ډریورانو څخه يې واوریدل چې تر پنځلسو پورې د وسلوالو جسدونه په موټرو کې پاکستان ته ولیږدول شول او د پولې په پورې غاړه کې د ټپیانو له پاره په لوډسپیکرونو کې د وینې د ورکړې غوښتنه کېده.
له بلې خوا افغان امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په بغلان ولایت کې یې ۴۰ سختدریځي له منځه وړي دي.
د هوا له تودېدو سره د افغانستان په مختلفو سیمو کې نښتې زیاتې شوي دي.
پرون د هلمند چارواکو د دغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د ۶۶ وسله والو طالبانو د وژلو او ټپي کولو ادعا وکړه.
کندوز کې خو یې د طالب په نا مه لازم شمېر پښتا نه ووژل. اوس یې د ښتنو ځا لې ته مخه کړې ده