که غواړو چې په هېواد کې مو شته ستونزې لمنځّه ولاړي شي، پکارده،هغه دندې چې راسپارل شوي، مسؤلیت یې احساس او ځواب ویونکې یې ووسو.
دغه خبره د ميدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي د کارګر د نړیوالې ورځې په مناسبت د خپل پیغام په ترڅ کې وکړه او زیاته یې کړه پوره ۱۲۵ کاله وړاندې په ۱۸۸۹ میلادي کال کې د ګارګر نړیواله ورځ د نړیوالې کنګرې د پرېکړې پر اساس ونومول شوه او هغه مهال دغه ورځ نومولو ته اړتیا پیدا شوه،کله چې په ۱۸۸۶ میلادي کال کې د مۍ په لومړۍ ورځ د امریکا په شیکاګو ښارکې له ۴۰ زرو ډیرو کارګرو د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په موخه چې په کې عادلانه قانون رامنځته کول،سوکالي او دامکاناتو زیاتوالې غوښتنې شاملې وې لاریون وکړ،چې دغه لاریون کوونکي د امریکا د پولیسو لخوا وځپل شول،چې له امله یې زیات شمیر کارګرو ته مرګ ژوبله واوښته .
د ميدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼی وايي : په دغه نړۍ کې هر انسان کارګر دی، او کارګر د یوې ټولنې فکر او جسم دی او که انسان فکر اوجسم ونلري نو ژوند نشي کولای.
نوموړی زیاتوي د الله تعاله په پاک کلام کې هم د کار او کارکوونکي په اړه زیاتې سپارښتنې شوي او ویلي یې دي چې انسان یواځې په کار او هڅو سره یوڅه ترلاسه کولای شي،نو باید ووایو چې بیکاري،سستي او تنبلي د انسان د بې وزلۍ او انحطاط سبب ګرځي
د ميدان وردګو سرپرست والي له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې کار وکړي،ترڅو په نورو پیټی نشي،ځکه د الله تعاله ج رسول ص ویلي تر ټولو بد هغه کس دی چې په نورو پیټی دی،همدا راز کار کول عبادت هم دی،ځکه رسول الله ص فرمایي د اویا ډوله غوره عبادتونو څخه حلالې روزې ګټلو په موخه کار پیدا کول تر ټولو بهترین دی.
هغه زیاته کړه انسان باید د هغو کارونو په وړاندې چې په غاړه یې لري مسئولیت منونکی او ځواب ویونکی وي او هغه په ژمنې او کاري وجدان سره ترسره کړي، ځکه د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) فرمايي:الله تعالی دا خوښوي چې کله یې بنده د یوه کار مسئولیت په غاړه اخلي نو هغه سم او ټینګ ترسره کړي .
هغه وویل : کارکوونکی د هرې ټولنې زیاته برخه جوړوي چې د هېواد په اقتصاد هم زیاتې اغیزې لري ،اسلام کارکوونکي ته د قدردانۍ په سترګه ګوري او هغه په غوره او شریفو صفتونو ستايي .
هغه همدا راز د کارګرو هغه مالکان چې د دوی په حقوقو سترګې پټوي په اړه وویل،دغه کسان د خدای د رحمت هیله نه شي کولای او دا د اسلامي حکومت دنده ده چې د زیارکښو کارګرو له حقوقو دفاع وکړي،نو په ميدان وردګو ولايت کې ټولو کارګرو ته د دغه ورځې د مبارکې ترڅنګ ژمنه ورکوم چې د دوی هر ډول حق تر لاسه کولو په موخه زه د یوه کارکوونکي په حیث د دوی په څنګ کې یم او په دغه ولايت کې به هیڅوک پرې نږدم چې د دوی حقوقو ته زیان ورسوي.
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر