((مورکۍ!

نور،نو څه در پاتې دي ژاړه،هغه د بازار په پلمه،چې در څخه تللی،هغه زوی دې په داسې بازار ګډ شو،چې د بېرته راتګ وعده يې بېخي له ياده وتې ده،بيا به يې نه وينې!))

عزيزي ويل: له ليکنې اغېزمن شوم،ډېره يې کړه، په يادو جملو کې بازار په دوو ماناوو کارېدلی،چې ښايسته ابهام يې رامنځته کړی.سباوون مشال ليکنه له ټولنې زېږېدلې وبلله.ده وويل، ليکوال په ليکنه کې بې پرې پاتې دی.الهام پر دې اند و، ليکنې کې اغېزمنتيا او ښکلا ځکه برلاسې ده،چې ليکوال خپله له پېښو اغېزمن شوی،تر څنګ يې په ليکنې کې د ليکوال د خپلې لهجې کليمو ته هم اشاره وکړه،چې ليکنه يې پنځ ته نږدې کړې وه.د يادې ليکنې په يوې برخې کې راغلي وو((کليوال ضدي ملګريه!)) يا ((وطن دې ستا وي پکې اوسه- دښمن دې بل وطن ته ځي بيا نه راځينه)) خالد افغان هېښ پاتې شو، ګنې ملګری هم ضدي وي ‎؟ده ډېره کړه،چې ملګرتيا پورې دښمني تپل ښه نه برېښي.اتل مشواڼي په ليکنه کې ګرامري تېروتنو ته نغوته وکړه.ده ويل: (( د ندی،پدې،نکړ او نورې….کليمې بايد بېلې وليکل شي؛ځکه لوستنه يې کره او اسانيږي.تر څنګ يې [راځېنه] کليمه وښوده،چې بايد په څرګندې [يا] وليکل شي.)) ثاقب د ليکنې چوکاټ او ليکنی ډول د ادبي ټوټې هسې وباله.ده له ليکنې ځان دومره اغېزمن وښود،چې په خبره يې د خبرو ځواک ترې واخيست. عزيزي د ناهيلي تر سرليک لاندې د ليکنې پای ته اشاره وکړه،چې غوټه يې ليکوال خپله سپړلې،دی په دې اند و،که د ليکنې وروستۍ دوې کرښې ليرې شي،لوستوال به د ليکنې طبعي شخصيت چې لمر ته ورکړل شوی ښه درک کړي.ياده ليکنه د غږونو او ناهيلي تر سرليک لاندې شوې وه،صديق روان دخپلې ليکنې پر اړه د ورکړل شويو سمونو مننه وکړه،ده وويل، له ليکنې يې دومره تمه نه و،څومره چې وستايل شوه؛خو نيوکو يې ليکنه لا بډايه او کره کړه.

     ادبي درس د انسان او فطرت تر سرليک لاندې نقيب احمد عزيزي را واوراوه،په دې ليکنې کې پر درې جوتو ټکيو خبرې شوې وې.لومړی دا،چې ټول اسماني دينونه له انساني فطرت سره سم راغلي،د اسماني دينونو راتګ له فطرت سره ښيي،چې د ژوند هره چار بايد له فطرته سرغړاوی و نه کړي،که يې وکړي پايلې به يې له تاوان پرته نور څه نه وي.په ليکنې کې پر دې هم خبرې شوې وې،چې د انسانانو ځينې خپلسري دينونه له انساني فطرت سره اړخ نه لګوي،ليکنې د ځينو بوت نمانځونکو پېښې را اخيستې وې،چې لاسي خدايګوټو ته بې يې روغ رمټ ټيټ پوړی انسان د دې لپاره حلالوه،چې د خدايانو غوسه پرې کمه کړي.د يادې ليکنې درېيم بحث د وجدان او اديانو اغېز يو پر بل باندې څېړلی و.عزيزي ليکلي وو،چې يوازې هغه مهال ځينې کړنې خلک بې له ټينګاره کوي،چې وجدان يې له پخوا پر ارزښت منلې وي.موږ يوازې هغه مهال سمه واکمني کولای شو،چې د خلکو پر زړونو کورونه جوړ کړو،نه د خلکو پر کورونو واکمنۍ!

     ځانګړې موضوع وحيدالله الهام د ((ايا ماشوم به اوس هم وهو!؟)) تر سرليک لاندې راوړې وه،په ليکنې کې ليکوال هڅه کړې وه،تر څو په کره دلايلو د ماشوم د وهنې او رټنې کولتور ناسم وښيي.د رحمان سورت پيل داسې شوی،چې د ښوونې تر څنګ د خدای جل جلاله د رحمن صفت هم راوړل شوی،د دې سورت پيل په قهار يا نورو صفتونو سره نه راتلل دا ښيي،چې ښوونه دې په مهربانۍ سره وشي.ليکنې کې د ځينو اروا پوهانو اندونه راوړل شوي وو،ترې جوتېده چې تر پنځه کلنۍ پورې ماشومان و نه وهل شي.ليکنه د غضنفر په هغه نظريې پای ته رسېدلې وه،چې د ماشوم د ښې روزنې لپاره يې درې وړانديزه کړي وو،لنډيز يې دا دی:=ماشومانو ته بايد د کرکې پر ځای مينه ورکړای شي.- که دوی له ناسمو کړنو را ګرځوو،بايد د سمې چارې بديل ورته ولرو.-د ماشومان په مخ کې ناسمې ويناوې او چارې ښې ځکه نه دي،چې دوی ډېری د نورو تقليد کوي.

     له تېر حاله جاهد د تېرې غونډې د ګزارش په را اورولو سره خبر کړو.پر راپور د ګډونوالو له خوا خبرې وشوې.روان ويل،راپور بې خونده کليمې او تکراري جملې درلودې،داسې ليکل شوی و،ته وايې چې ده نه و ليکلی.عزيزي پر دې نظر و،چې راپور داسې کښل شوی و،لکه د غونډې چې لومړی راپور وي.په ادبي درس خبرې ډېرې شوې وې؛خو بشپړ نه وې را اخيستل شوې.مشال ګزارش د راپور په منطق برابر نه ګاڼه،ده ويل،د هر ليکني چوکاټ بېل منطق وي،چې بايد په همغه ډول وليکل شي.مشواڼي په راپور کې د شعر د کره کتنې برخه په نوښت سره راوړل وستايل،ده ويل چې پخوانيو ګزارشونو کې به له هر بيت وروسته کره کتنه نه راړل کېده،جاهد په دې راپور کې له هر بيت وروسته د ملګرو نظرونه راوړي وو؛ تر څنګ يې ويل: ښه دا ده چې نظرونه له بيت وروسته راشي،نه له مسرې څخه.

     د غونډې مېلمه خوشحال دراني وويل،چې د بهير راپور پخوا دا وړ نه و،د ده په اند بايد ګزارش ليکنې ته پوره وخت ور کړای شي.دراني د بهير د نوي مشر جمال ثاقب پر ټاکنې خوښي څرګنده کړه.ياده دې وي،چې د بهير تېر مشر نقيب احمد عزيزي په دې غونډه کې د بهير نوی مشر ثاقب معرفي کړ.ده ويل رحمت الله جاهد او شاه محمود عابد به ورسره مرستيالان وي.عزيزي د بهير له نوي مشر او مرستيالانو وغوښتل،چې د تېر په څېر بهير ژوندی وساتي او ښه يې وپالي.

د غونډې په پای کې مشاعره وشوه،چې ترتيب سره پکې جاهد،خان ولي کامران،منت بار،احسان الله((درد)) خالد افغان،عزيزي،سباوون مشال شعرونه وويل.

     دې غونډې ،چې د ژوند ادبي بهير ((۱۰۵)) مه ناسته وه،نږدې مازديګر تر ناوخته دوام وکړ،غونډه د وحيد الله الهام په تلاوت پيل شوه،وياندويي يې شاه محمود عابد کوله.د غونډې مېلمانه خوشحال درانی او ارشاد رغاند وو،کوربه توب يې رحمت الله جاهد کاوه.راتلونکې غونډې ته ځانګړې موضوع عزيزي واخيسته اوکره کتنې ته خان ولي کامران د شعر راوړلو ژمنه وکړه.

غونډه په دعا سره پای ته ورسېده!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *