هغه څه چې ټولني ته له بدبختیو، تیارو، او له غلطي لاري څخه د رڼا په لور د یوې ټولني د رایستلو دنده په غاړه لري او الله (ج) ورته د قدر مرتبه ورکړې ده قلم دی،

دا چې قلم په انساني ژوند کې څومره ستر او مهم رول لري او څه قیسم د انسان، ټولني، ملت او یو هیواد د سمون او اصلاح دنده په غاړه لري، په لاندي کرښو کې درته هر څه روښانه او واضح کوو خو ملتیا او شتون مو تر پایه راسره ضروري ده.

قلم د الله (ج) له لوري انساني بشر ته هغه ډالۍ ده چې د بشریت د اصلاح سمون او د انساني ژوند د پرمختګ لپاره یې انسان ته په لاس کې ورکړی ده.

د کایناتو خالق د قلم په واسطه انسان ته دومره قوت وربخشلی چې په وسیله یې د جهالت توري تیارې له منځه یوړی او انساني بشر ته یې د رڼا ګانو دریڅې راخلاصي او ورپه ګوته کړې.

قلم د الله (ج) هغه مخلوق دی چې په خپله یې په قلم باندي قسم خوړلی ده چې وایې (ن والقلم وما یسطرون ) ژباړه: قسم دی په قلم او په هغه څه چې دوی یې لیکي.

همدارنګه د قلم د ارزښت او همیت په اړه د سرور کاینات محمد (ص) په یو حدیث شریف کې هم راغلي چې فرمایلي یې دي: ( اِن اُول ما خلَق الله القلم) ژباړه: قلم د الله (ج) تر ټولو لومړنی پیدا شوی مخلوق دی.

د اسلام په مقدس دین کې د قلم، علم، لیک او لوست په اړه زیات ټینګار شوی دی.

په حضرت مصطفی ص باندي چې کله هم د قرانکریم نزول پیل شو نو لومړني ایاتونه هم د قلم او لیک لوست په اړه وؤ چې نوموړي ایاتونه د علق د سورت پنځه ایاتونه وو چې په حضرت محمد (ص) باندي نازل شول.

په دغو ایاتونو کې الله (ج) داسي فرمایلي دي: ژباړه: ولوله ای محمده قران په برکت د نامه د الله (ج) چې پيدا کړی یې ټول مخلوقات دي، پیدا کړی یې انسان دی له ټوټو، ټوټو وینو څخه، ولوله ای محمده! قران، حال دا چې ستا رب ډیر لوی کریم دی، هغه رب چې ښوونه یې کړې په ( قلم ) سره، ښوونه یې کړې انسان ته په هغو شیانو سره چې دی پرې له وړاندي نه پوهیدهْ.

په پورته ذکر شویو ایاتونو کې د لیک او قلم ارزښت، اهمیت او ضرورت له لیري څرګندیږي چې انسان ته پکې د لیکلو او لوستلو امر شوی دی.

انساني بشر له پیل نه تر اوسه دا مني چې قلم د توري او ټوپک ځای نیولی او نیولای یې شي.

که د نړۍ پرمخ تللو هیوادونو ته نظر وکو او د پرمختګ راز یې وڅیړو نو معلومه خبره ده چې قلم به لومړنۍ وسیله وي چې هغوی یې د ژوندانه لوړو پوړیو ته رسولي.

د اوسنۍ نړۍ ډیری پوهان خپل نظریات، افکار او پوهه د همدغه قیمتي وسیلې په واسطه په خلکو مني، او خپل ځان په نورو پيږني.

قلم د انساني بشر هغه وسیله ده چې په خپل توان او طاقت سره یې له توري او ټوپک څخه په پوهه او قلم منونکې ټولنه او هیواد کې ځای نیولی ده.

که د پوهي پرمختګ ته نظر وکړو او یا د اوسنۍ پیړي ( ۲۱ قرن) پرمختګونو، تخنیکونو او یا سیاسي جنګونو ته نظر وکړو هم همدغه قلم دی چې له امله یې خلک د یو او بل په ضد بغیر له فزیکې تاوان څخه په کار اچوي او د یو او بل په ضد یې استعمالوي.

دنړۍ ځیني پوهان وایې او په دې اند دي چې قلم تر توري زورور دی؛ رښتیا هم هغه ملت او هیواد چې په فزیکې جنګونو بوخت وي تر هغو به زیات تاوان مومی کوم چې د قلم په واسطه له خپل هیواد او ملت څخه ساتنه کوي.

په فزیکې جنګ کې به حتماً خلک خپل سرونه له لاسه ورکوي، شتمنیو او هیواد ته به یې تاوانونه رسیږي، مګر هغه ټولني چې پرمختللی قلم، او لیکوالان لري تل د همدغه قدرمني وسیلې په واسطه په ارامه ساه خپله مبارزه کوي او بغیر له کوم زیان او تاوان څخه ملتونه او هیواد ته سوکالي او ارامي راولي او د پرمختګونو دریڅې ورته روښانه کوي.

که مو نږ هم خپلې ټولني ته نظر وکړو او له هغو ټولنو سره یې پرتله کړو کومې چې قلم لري او پرمختللې وي، نو علت او سبب به یې د قلم نشتون وي.

راځي چې نور د ټوپک او توري پرځای دغه الهي ډالۍ را واخلو، خپل ځان او نوروته یې د پرمختګ سوکالۍ او امن سبب وګرځوو.

راځي چې زامن او لوڼي، ماشومان او راتلونکی نسل مو د قلم په ارزښت وپوهه ؤ او د ټوپک پرځای قلم په لاس کې ورکړو ، ترڅو مو ځان له بدبختیو خلاص کړی او نیکمرغي مو نصیب شوې وي.

که چیرته مو راتلونکې نسل او بچیانو ته نیکمرغي او سوکاله ژوند غوښت نو باید ځانونه او هغوی په قلم ، لیک او لوست سمبال کړو تر څو الله (ج) او رسول الله ( ص) رانه راضي شي. له بدبختیو څخه لار چپه، مستقیمه رڼا لرونکې او روښانه لار پيدا او په هغه لار روان شو.

4 thoughts on “د قلم اړتیا او ارزښت/ خانزاده تراب/ پکتیکا، شرنه”
  1. تر قلم موجارشم وروره ! څومره ښه ، خوندوره ، جا لبه ، دینی او علمی د زدهکړی موضوع ده ، انشا الله عمل به په وکړو . او ددی څخه ثابته شوه چی هغه څوک چی دقلم او زده کړی سره مخالفت کوی اومانع کیږی یی . نو دهغه په دین او ایمان کی شک شته . ومن الله التوفیق

  2. الله تعالی دی افغان ولس دقلم خدمتگار وگرزوی اوستا دی هم په لاس او قلم برکات شی گرانه

  3. ډیر ښه ، الله تعالی دی دټولو مسلمانانو راتلونکی نسل دقلم لیک او لوست سره اشنا کړی

  4. قدرمنه اول انسان چی په قلم یی خط لیکلی وه هغه ادریس علیه سلام وه دهغه ذکر درنه پاتی شوی دی هلیه ده چی زما په خبره خفه نشی چون ستاسی مضمون می مطالعه کړو نو ځکه می وغوښتل چی خپل نظر ورکړه ددی لپاره چی معلوماتو مو له زیات شی مننه ښکلی مضمون مو لیکلی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *