د پکتیکا ولایت د ګمرک عمومي مدیر ځدران وایي چې د پکتیکا ولایت د ګمرکو عواید له پخوا څخه لوړ شوي دي نوموړي په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې د ۱۳۹۴ کال د حمل په میاشت کې یې دولت ته ۶۲۵۰۰۰۰۰ شپږسوه پنځویشت لکه افغانۍ تعویل کړي دي حال دا چې پخوا تر دې د پکتیکا د ګمرک عواید د میاشتې ۷۵ لکه افغانۍ وو نوموړي یې علت د قانون د طرز��لعمل عملي کول او د دولتي ارګانونو همکاري وباله .
ځدران وویل چې تر دې وړاندې د عایداتو ډیره برخه شخصي جوبونو ته تلله او اوس یې ددې کار پوره مخنیوی کړی دی ده همدارنګه هغه ګنګوسې هم رد کړې چې ویل کیږي د پکتیکا په ډیری لارو کې دولتي پوستې د پیسو په مقابل کې باروړونکي موټرې په قاچاقي لارو رهبري کوي .
ځدراڼ د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د پکتیکا ولایت د ګمرک ودانۍ چې څه موده وړاندې د افغانستان د مالیې وزیر اقلیل حکیمي په لاسو د پرانستې ډبره کیښوودل شوه د جوړیدو چارې به څه وخت پیل شي وویل چې څو ورځې وړاندې د کابل نه هییاتان راغلي وو او د ځای څارنه یې له نیږدې نه وکړه
ده دا ونه ویل چې د پکتیکا ولایت د ګمرک ودانۍ کار به څه وخت پیل شي
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د پکتیکا ولایت والي انجینر عبدالکریم متین د یوه خبري کانفرانس له لارې د پکتیکا ولایت د ګمرک عواید له ټاکلي حد نه د ډیریدو خبر ورکړی وو.
ظفر باوري میلمه رادیو شرنه