د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وايي؛ په دې چادونو کې چې يوه يې د رحيم ګردېزي په څلور لاري کې او بله يي ملکي روغتون ته نږدي شوې چې له امله يي  دولس ملکي وګړي ټپیان شوي دي .

سمون وايي ؛ په ښار کې د سر په سر چاودنو هدف معلوم ندی چې چا او په کومه موخه يې تر سره کړي دي .

بل لور ته په پېښه کې ټپيان شوي ملکي  کسان وايي ؛ چاودنې هغه مهال را منځ ته شوې چې په ښار کې يي د روژه ماتي لپاره خوراکې توکې اخيستل.

 ټپیان شوي کسان چې سپینې پټې د زخمونو په وینو رنګ کړې وې رسنيو  ته وويل: (( په بازار کې په سودا مصروف وم د روژه ماتي لپاره مو څه خوراکي توکي اخيستل چې چاودنه وشوه وروسته په ځان پوهه نه شوم چې څه و ))

د پکتيا د ملکي روغتون مشر ډاکټر حياګل پکتين هم دا مني چې روغتون ته دولس تنه ملکي ټپیان وروړل شوي دي چې په ټپيانو کې زده کوونکي ماشومان هم شامل دي

پکتين د ټپيانو روغتيايي حلات د ډاډ وړ بولې خو وايي چې د يو کس حلات د انديښنې وړ دی.

د ګردېز ښار اوسيدونکي د روژې په مبارکه مياشت کې په ښارونو کې  دا ډول چاودنې ناروا او د اسلامي اوصولو خلاف بولي تر اوسه ددې چاودنو مسوليت چا په غاړه ندی  اخیستی.

 نور احمد حيران / پکتيا پرېس کلب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *