ولسمشر غني وویل: ترهګري د افغانستان ټول ګاونډیان له هند څخه تر روسیې اغیزمن کړي دي. په یوه اوږده مرکه کې د افغانستان ولسمشر غني د سوهسیني حیدر سره پر ترهګري او تجارت خبرې کړي . دا مرکه خان ولي خان بشرمل ژباړلې ده.
پوښتنه: له ناریندرا مودي سره له ناستو وروسته تاسو لا تر اوسه هیڅ ډول تړونلیک لاسلیک نکړ، همداسې د هیڅ ډول ستراتیژیکو مرستو اعلان هم ونه شو، ستاسو په اند ناستې څنګه تیرې شوې؟
ځواب: زموږ ناستو ډېرې لاسته راوړني درلودې، په راتلونکې دریو میاشتو کې به په لویه کچه ستر تړونلیکونه لاسلیک شي، د دې لپاره موږ یو کړنلاره جوړه کړه او تعقیبوو یې.
پوښتنه: ستاسو په خبرو کې چې ناریندرا مودي هم اشاره ورته وکړه، د افغانستان او پاکستان په تجارتي تړونلیک (APTTA) کې د هند ګډون دی . دا څومره رښتینوالي لری؟ او په جریان کې یاستي چې پاکستان د افغانستان له هند سره د مستقیم تجارت یا اړیکې مخالفت کوی او موږ شاهیدان یوو، چې دا تړونلیک په ۲۰۱۱ کې لاسلیک شوې وه .
ځواب: سیمه ایزه مرسته د مالونو او خلکو د تګ راتګ لپاره یو قانوني کړنلاری ته اړتیا لري او بیا موږ له پاکستان څخه له دې پرته بل کوم څه نه غواړو. موږ له پاکستان څخه د ملتونو د یووالي طریقه غواړو. موږ پوهیږو، چې پاکستاني ټرکونه تر اتاري پورې ځي، نو بیا ولې افغان ټرکونو ته په واګه باډر باندې اجازه نه ورکول کیږي؟ زه فکر کوم، چې دا یو ستر تاوان دی، یو د لارې سفر دی، بل لورې ته د مالونو بیا بارول، را ښکته کول او بیا بارول دي. دا د تجارت په برخه کې یو لوی تاوان دي. د خپلواکه هېوادونو سره باید د خپلواکي له لارې چلند وشئ. که چېرې یو څوک موږ ته دا حق نه راکوی، نو موږ به یې هم په بدل کې د دوی د مالونو لیږد منځنې اسیا ته پرینږدو.
پوښتنه: ایا دا اندیښني مو د پاکستان له سیاسیون سره شریکه کړی دي؟
ځواب: هو! مو ډېر ساده چلند کوو. موږ په دی وروستیو کې د پاکستان د تجارت وزیر (خرم دستګیر) سره دا خبره راپورته کړی وه او یادونه مو ورته کړی وه، چې باید د راکړې ورکړې بر بنسټ چلند وشئ. د دوه هیوادونو ترمنځ اړیکې او بیا که چېرته دا اړیکې کاروباري اړخ ولری، نو موږ باید له هغو عمده علتونو څخه خبر شوو، چې د پاکستان د ټرکونو سره یې زموږ لخوا توپیرې چلند ته زمینه برابره کړی، باید مونږ ته پاکستان ووایی، چې دی تیروتنه کوی، همدا علت دی، چې ستاسو ټرکونو ته موږ اجازه نه ورکوو.
پوښتنه: کله چې تاسو خپله اصطلاح (د هېوادونو د برابري پر کچه) کاروي او هغه په ځانګړی توګه د (APTTA) په اړه، نو ایا له دې دا هدف اخیستی شوو که چېرې پاکستان د افغانستان مالونو ته تر هندې خاورې اجازه ورنکړی نو افغانستان به د پاکستاني مالونو پر ضد دا اقدام وکړی چې منځنې اسیا ته یې د ټرکونو تګ منع کړي؟
ځواب: موږ نه غواړو چې تر دې کچې ورسیږو، خو ولې په اصولو کې برابري اړینه ده. تاسو باید پوه شئ، چې زما د خبرو هدف هم دا دي.
پوښتنه: ایا موږ دې ته مهال ویش ټاکلی شوو؟ ولې چې د لاریو تړونلیک چې تاسو د هند سره لاسلیک کوی، د پاکستان له اقدام سره تړلی دی — – – –
ځواب: د (APTTA) په اړه یې نشوو ویلی، خو هند او افغانستان به په راتلونکې دریو میاشتو کې د لاریو د تګ راتګ لپاره تړونلیک لاسلیک کړی.
پوښتنه: تاسو له جناب مودي سره په خپلو خبرو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتنلیک چې د افغانستان د وسلو او نظامي هارډویر په اړه و، شریک کړ؟
ځواب: نه.بلکې زموږ علاقه ډېره پراخه و. خو که چېرې ووایو، نو ویل شوو، چې هغه څه چې تاسو یې یادوی، موږ یوې پریکړې ته پرې ورسیدو. هغه غوښتنلیک چې تاسو یې یادونه وکړه، مخکې کله ندې عملی شوې، خو تاسو شاهد یاستی چې هند موږ ته یو څو ورځې مخکې درې هیلې کاپټرې راکړی او موږ له هند څخه مننه او ستاینه هم وکړه.
پوښتنه: آیا تاسو پر دی مایوسه شوې واي، چې ولې هند ستاسو هغې غوښتنلیک ته ښه راغلاست ونه ویل؟
ځواب: ولسمشر په خندا! زه هیڅکله مایوسه کیږم نه!
پوښتنه: راځئ، د افغانستان پر لویو امینتي ستونزو وغیږیږو. تاسو په خپلو خبرو کې د داعش یا آی ایس یادونه وکړه، داسې ښکاري چې تاسو اوس طالبان، لشکر طیبه او پاکستاني طالبان په هغه پخواني سترګه نه ګورې، چې څرنګه افغانستان پخوا ورته کتل؟
ځواب: نه دا خبره سمه نده. هغه اصطلاح چې ما وکاروله، د ډار د کیفیت په اړه ده. هغه پوښتنې چې ما وکړی د داعش په اړه وی او ما یې ځوابونه هم ورکړل. خو هغه ډلې چې تاسو ورته اشاره وکړه له چا کمې ندی، بلکې دوی ټول یو شان خصلت لري، دا خصلت له یو بل سره تړلی دی یا د رقابت پر بنسټ ولاړ دي. بلکې ویلی شوو، چې د دوی ترمنځ د هر څه لاسته راوړلو او ځواک ترلاسه کولو یو رقابت شته دي. کله چې القاعده او نورو ډلو د ملا عمر له قیادت څخه بعیت وکړ نو داعش له دوی څخه د رقابت پر بنسټ را ووت. البته داعش نشې کیدای، بلکې د همدې پخواني ایډیالوژي د ژغورلو په موخه رامنځته شوې دي. رښتیا خو دا دی، چې د دې ګډوډي تر شا د څلورو استادانو لاس دی. لومړۍ د القاعده او داعش په څیر نړیوالو ترهګرو لاس، دویم جنایت کاري ډلې، درېیمې سیاسي او نظامي خوځښتونه او وروستې غیر مسؤله وسلوالي ډلي دي.
کله چې نړیوال ځواکونو له موږ څخه په لویه کچه نظامي ملاتړ کاوه، نو هلته د دوی هدف طالبان وو، ولې چې د ترهګري نورې ډلې د ډیورنډ هغه خوا ته وی، چې د دې هدف لپاره ډیورنډ کاریدی. اوس تقریبا ۱۲۰۰۰۰ نړیوال پوځیان له افغانستان څخه ووتل چې د دوی د سیستماټیک ایستلو ویاړ زما په غاړه دي. له دې وروسته به هر چا دا فکر کاوه چې موږ په پرځيدو یوو، خو تاسو ولیده چې موږ ونه پرځيدو. هو موږ په امنیتي برخه کې له ډېرو کړکیچو حالاتو سره مخ یوو. خو د دې لوبې استادان بدل شوې دي. اوس نړیوال ترهګر پر موږ ټولو له روسیه څخه تر هنده بریدونه کوي. خو موږ تاسو د دې خطر سره د جنګ په موخه هیڅ ځای نلرو او بل د دوی جنګ زموږ سره ندی، بلکې اوس نړیوال ترهګر غواړی چې د ازبکستان حکومت را پرځوي، یا د روسیې یا چین پر حکومتونو بریدونه وکړی. له ترهګري سره د جنګ پخواني چارچوب یوازې د سرغړوني د ځپلو په موخه و او وروسته دا سرغړونه د دولت په خپلولو بدلیږي. خو اوس دا سرغړونه د دولت خپلول ندی بلکې بربادي ده. د دې هدف لپاره زموږ ځمکه د جنګ ډګر ګرځیدلی ده. د دې بربادی د ښوولو په موخه زموږ خلک په بې رحمۍ ووژل شول. موږ باید د یوې سیمې په توګه بیا دا ټوله سیمه باید د یو هېواد په توګه د دې ترهګري پر ضد وجنګیږي او په وروستې پړاو کې باید طالبان پریکړه وکړی چې آیا دوی له دې ډلو سره څنګ په څنګ جنګ ته ادامه ورکوی یا د یو سیاسي پروسی برخه ګرځي؟ تر څو د طالبانو مسله ده، باید د خبرو پر میز په سیاسي ژبه ځواب ورته وویل شي تر څو د دوی مشکلات په سیاسي توګه حل کړای شي.
پوښتنه: زه غواړم بېرته د طالبانو د سولې خبرو ته راشم، خو هغه څه چې تاسو یې په اړه شننه وکړه، داسې ښکارې، چې تاسو دا ویل غواړي، دا ډلې هیڅ یو دولت نه حمایه کوی؟ خو که چېرې وویل شی چې پاکستان، هو په ځانګړی توګه هغه ډلې چې له پاکستان څخه دی او دي یې حمایه کوی، په اړه څه وايي؟ او دا هغه څه دی، چې په تیر کې تاسو موږ ته د دې په اړه ډېر څه ویلی وو!
ځواب: ښه سمه ده! موږ چې کله د سولې خبره کوو، نو دا دوه ډوله دی. یو د افغانستان او پاکستان سوله ده او دویمه د افغانستان په داخل کې د ځينو ډلو ترمنځ شته تضادات دی. خو موږ ته په لومړۍ سر کې د دولتونو ترمنځ د سولې خبرې اړینې دي او موږ پدې هم پوهیږو چې پاکستان خپله د دې ډول تضاداتو ښکار دي. موږ باید پوه شوو، چې د دوی لخوا د ترهګري د ختمولو په موخه ملي تګلاره او بل لورې ته پر پیښور باندې خونړۍ برید د ټولو لپاره یو زنګ خطر دي دا ښائی چې موږ ټول په یوه کشتۍ کې سپاره یوو. موږ هیڅکله ښه او بد ترهګره نشوو زغملای.
پوښتنه: ډېر خلک پر دی خبره حیرانه شول، چې کله تاسو داعش تر ټولو ستر خطر وګاڼه، آیا د دې هدف خو به دا نه وي چې تاسو د هغو ترهګرو نوم نه اخیستل غواړی چې پاکستان یې حمایه کوی یانې تاسو د پاکستان سره د سولې پر سر دې معاملي لپاره دا ډول چلند اړین ګڼي؟
ځواب: نه، دا رښتیا ندی. که موږ چېرې پایلو ته وګورو، نو ښائی چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد عملیات خپله په پاکستان کې د جنګ نښه وه. موږ یوازې د نشو ویلی چې د پسرلي عملیاتو بهیر یوازې په افغانستان کې دی، بلکې په پاکستان کې هم دوام لري. زه باید ووایم، چې دا ډول خطر په لوړه کچه د پاکستاني چارواکو سره په لوړه کچه شریک شوې دي. همدا علت دی، چې موږ مطمین یوو، چې خطر دواړو لوریو ته شته دی.
خو مطبوعات ټوکې هم کوی، کله چې له تاسو یو ډول پوښتنه وکړی، نو دوی پر تاسو کره کتنه کوی، چې ولې مو د دویمې پوښتنې ځواب رانکړ. هیچا له ما څخه د دویمې ډلې په اړه ونه پوښتل، آیا ما کله ویلی دی، چې نه دوی موږ ته خطر ندي؟
پوښتنه: په ځانګړې توګه د لشکر طبیه په اړه موږ اندېښنه لرو او هغه هم په هند کې، یانې دوی په هند او افغانستان دواړو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوی، آیا تاسو فکر کوی چې دوی لا تر اوسه خطر دی؟
ځواب: هو یقینا دوی یو خطر دي. دوی هم د ترهګریز چارچوب (اډانه) یوه برخه ده او ما چې کله وویل، چې زموږ ټول ګاونډیان له دا ډول ډلو څخه خطر لری، نو فکر کوم چې دومره کفایت کوي.
پوښتنه: که چېرې موږ د طالبانو د سولې خبرو ته راشو، نو موږ ستاسو د دفتر له خولې خبر یوو چې تاسو په خپله د خبرو اترو د پیل لپاره د مارچ میاشت ټاکلی وه، آیا کولای شم، چې وپوښتم د خبرو اترو پروسه څنګه روانه ده؟
ځواب: موږ د آماده ګي په حالت کې یو. سوله زموږ په لومړیتوبونو کې ده. ما هر ځل ویلی دی، چې خبرې اترې به هله پیل شي چې کله یې دوی پیل کړي. موږ نشو کولای چې یو مهال وېش تعقیب کړو. موږ پایښت ته اړتیا لرو. په ۲۰۰۷ کې ما له سلو زیاتې د سولې تړونلیکونه له نظره تیر کړی دی، خو په دې کې ۵۰ سلنه تړونلیکونه یوازې د پنځو کالو په موده کې په دی خاطر ناکام شوې دي، چې په منظمه توګه یې نه وو چمتو کړي. موږ تش یوې پیښې ته (یانې دا چې هله سوله وشوه) زیږون نه ورکول غواړو بلکې غواړو چې یو بنسټیز بدلون ته لاره اواره کړو.
پوښتنه: ښه نور کوم ډول بدلونونه رامنځته شوې دي؟ آیا تاسو له خپلو پخوانیو شرطونو په شا شوې یاستي؟ دبیلګې په توګه طالبان به له تشدد څخه لاس اخلی، د سولې پروسه به د افغانانو لخوا او افغان به یی پر مخ بیایی، که چېرې دا خبرې سمې ندی، نو بیا ولې چین او پاکستان ته پکې رول ورکول کیږي؟
ځواپ: دویم شرط بیخې پر ځای دی، یانې د سولې خبرې د افغانانو لخوا او افغانان یې پر مخ بیايي، زه د یو هېواد مشر یم او زه د دې هېواد لارښوونکي یم او زه باید ووایم چې د سولې پروسه هم ما په خپله پلان کړی ده.
هیڅوک د دې مشرې نه کوي. هغه څه چې د افغانستان د دولت د سرو کرښو پر ضد دی، چاته اجازه نه ورکوی چې افغانستان د ګډوډي ښکار کړي. موږ د جنګ مرکز نه ګرځیدل غواړو او چاته به اجازه هم ورنکړو چې زموږ له خاورې زموږ پر ګاونډیانو برید وکړی، خو خپلو ګاونډیانو ته به هم اجازه ورنکړو چې زموږ له خاورې دا ډول استفاده وکړی. دا یو بنسټیز بدلون دی او سره کرښه هم ده. موږ کولای شوو، چې د یو چا سره د یو څو شیانو په اړه مشوره وکړو، خو څوک دې دا تمه هم نلری، چې دوی ته منلی پروسه به زه ومنم یا به د دوی مهال وېش پر مخ یوسم. ولې چې زه په دی باور یم چې ټول مهال وېشونه مصنوعي دي.
پوښتنه: وروستې پوښتنه دا ده، چې دې ته پخواني صدراعظم منموهن سنګ هم اشاره کړی و، چې داسې وخت به راشی، چې خلک به سهارنۍ په دهلی کې، ماسپښین په پیښور او د شپې ډوډۍ به په کابل کې وخوري، آیا دا هر څه به د موجوده بې باوریو مخنیوی وکړی او تاسو دا خبره له صدراعظم مودی سره شریکه کړی ده؟
ځواپ: هو، زه باور لرم، چې جنوبي آسیا ډېر په آسانه سره په اقتصادي څیر یو بل سره نښلیدلي شي. که چېرې داسې څوک فکر نه کوی، نو زه فکر کوم چې دا به زموږ اوښیاري، دوراندیشي او تیر ته یو ډول بې احترامي وي. موږ باید پر خپل ستر دوښمن، فقر باندې کار وکړو. باید وویل شي، چې هیڅ یو دولت په یوازې توګه په دی کنټرول نشې موندلی بلکې له دې به یو ستر هدف جوړو. افغانستان به له خپل لورې تر لسیزو زیار وباسي تر څو ځان جوړ کړی. همدا علت دی، چې موږ د جنوبي آسیا همکاري ته اړتیا لرو. موږ په ځان کې د دې توان وینو چې د دې ډول پرمختګ بنسټ موږ په خپله وګرځو.
آیا تاسو خپل ځان کې دا توان هم وینی چې د پاکستان او هند ترمنځ منځګړیتوب وکړی؟
ولسمشر په خنده! دا به ډېر خوند وکړی
جناب ولسمشر غني، مننه چې تاسو له هندو خبرې رسنۍ سره خبرې وکړی، بیا هم مننه
ژباړه: خان ولي خان بشرمل