د میدان وردګو ولایت د بېلابېلو ادارو له لورې په ۱۳۹۴ هـ کال کې د پلي کېدو په موخه د 4,3 څلور اعشاریه درې میلیارده افغانیو په لګښت ۳۳۴ پروژې پلان شوي دي .
دغه پروژې چې ۲۷ یې د حکومتدارۍ،د قانون ټینګښت او بشرحقونو،۱۴ یې د دفاع او امنیت،۵۲ یې د پوهنې،فرهنګ،رسنیو او سپورټ،۴۰ د روغتیا او تغدیې،۱۰۵ د کرنې او کلیو پراختیا،۵۹ د طبیعي زیرمو او سرچینو،۱۱ د اقتصادي ودې او خصوصي سکتور پرمختیا او ۲۶ نورې د ټولنیز خوندیتوب سکتور لخوا پلان شوي دي .
د یادو پروژو د ښه پلي کولو په موخه د ولایت مقام له لورې د ۱۳۹۴ هـ کال پرمختیایي پلان چاپ شو.
دغه پلان چې زر ټوکه چاپ شوی،هر یوې د لومړیو پاڼو سربیره ۳۸ مخونه لري،چې په کې د بېلابېلو سکتورونو پلان شوې پروژې ځای پر ځای شوي دي.
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني د دغه پلان د جوړېدو له امله د سیمه ییزو ،پرمختیایي،معلولینو او د ښځو شوراګانو، سکتوري ادارو او ولسوالانو د هڅو ستاینه وکړه.
ده همدا راز د سیمه ییزې حکومتدارۍ د ټینګښت پروګرام څخه مننه وکړه،چې د دغه پلان د چاپ لګښت ترڅنګ یې د پلان طرحه او ډیزاین چارې هم ترسره کړې .
نوموړی د ټولو ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د پلان شویو پروژو د پلي کولو پر مهال له کیفیت څخه څارنه وکړي او هم مرستندویه ادارو څخه د بودیجې په ترلاسه کولو کې د پروژو د تطبیق هڅه وکړي .
هغه هیله څرګنده کړه،چې د ۱۳۹۴ کال په ترڅ کې به پلان شوي پروژې په ښه توګه د ولسونو په همکارۍ پخپل وخت پیل او پای ته ورسیږي .
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر
والی صاب خو هم د وردګو خلکو ته وعده ور کړه چه د چک ولسوالی د سرک کار په د تیر کال د ژمی په ۱۵ تاریخ شروع شی، چیری دی د چک د سرک کار، دادی ۳ میاشتی تیری شوی خو دکار درک نه شته. افسوس دی سړی څه ووایی دا درغ هم حدود لری . بس الله د مونژ مشرانو ته هدایت وکړی.
یوخوبه د ولایتونو دمطیوعاتي دفترو نو اعلا میې نه منۍ تجربې ښودلې چې دوی هِغه ځه وايي چې والې ورته امر کوي. والي هم چې زوال وویني نو خپلې کا میابئ ستایی؟ پام مودي که نه چې ددغسې دروا غو نه لا هفته تیره نه وي چې والي مو قوفیږي؟