عزیز الله واصفي

پښتو کوڅه پر کوڅه ګرځي پښتانه لټوي

پښتون پر مخ منډي وهي چي ما دی نه لټوي

{عزيزالله واصفي}

عزيز الله واصفي د حاجي عبدالرشيد خان الکوزي زوی د ارغسان د ټېسن کلي، په خټه الکوزی، د کندهار ولايت له مخورو او پېژندل سويو څېرو څخه دى، چي د ظاهرشاه په وخت كي د كندهار د خلكو لخوا د ولسي جرګې د استازي په توګه ټاكل سوی ؤ. د داودخان له کودتا ( ۱۷ جون ۱۹۷۳ع) وروسته د ننګرهار والي وه ټاکل سو، په ۱۹۷۵ع كال د سردار داود خان لخوا د كرهڼي د وزير په توګه مقرر سو. په ۱۹۷۷ع د سردار داود خان په كابينه كي د لو جرګې د ريس په توګه وټاكل سو، چي پدې ټاكلو سره يې اداري قانونيت او ټاكنو ته غوره قوت وروه بخښه. په وروستيو كي په روم كي د ظاهر شاه له سلاكارانو څخه وو، مرحوم د هیواد یو داسی شخصیت وو چي د هیواد په معاصر تاریخ او په ځانګړې توګه د شلمي پیړۍ په بشپړه نیمایي ( ۵۰ کاله ) کي د بېلا بېلو سیاسي او ټولنیزو پیښو اغېزمن کس وو.

ده د سياست تر څنګ له ادب سره هم راسه-درسه درلوده، چي په دې لړ کي ئې د پښتو د نامتو شاعر شمش الدين کاکړ دېوان چاپ کړئ، ده يوه خاطره پوهاند رسول باوري صاحب څو کاله د مخه دده له خولې کښلې وه چي :

“…داود خان ته په زرګونه جریبه مځکه د خپل اکا هاشم خان څخه په میراث پاته وه، او دا مځکه ئې د لومړي جمهوري نظام په دوهم کال په دوو برخو وه وېشله، لومړی برخه چي زیاته وه د ملي دفاع وزارت ته د ټولو اداري او قانوني مراحلو تر وهلو وروسته د هر ډول مادي او یا معنوي امتیاز پرته تسلیم کړه ، دوهمه برخه ئې هغو بزګرانو ( کښته ګر ) ته ورکړل چي د ډېرو کلو راهیسي ئې پر هغه مځکه کار او کښت کاوه.

د مرحوم واصفی په وینا چي هغه مهال نوموړی د کرهڼي چارو د وزارت دنده درلودل. د دې ملکیت وېش او ورکړه د دوو اړخونو ستونزه درلودل، لومړی دا چي د داود خان د کورنۍ یو شمېر دوستانو به ویل چي په دې مځکو کي د داود خان د اولادونو حق سته، دا باید د داود خان د اولادونو تر منځ وه وېشل سی، نه دا چي وزارت دفاع او یا بزګرانو ته وه وېشل سی. دوهمه ستونزه د ملکیت اداری مراحل وه . دولتي ادارو ته د مځکي ورکړه د مالک او یا مالکانو تر شرعي توافق ورسته د اجرا وړ ګرځی.

د دې دواړو ستونزو د حل په نیت مي په پیل کي د شخصي اړیکو پر بنسټ هڅه وکړه چي داودخان دې ته وهڅوم چي د خپلي کورنۍ سره په هیواد کي د روان دود پر بنسټ د وېش چاری تر سره کړي ، خو داودخان دا ونه منل او پر خپله وینا ودرېدئ چي زما دمځکي شل جریبه هغو بزګرانو ته ورکړئ چي همدا اوس کار پکښی کوي او تر شلو جریبو زیاته مځکه دي د دفاع وزارت په واک کي ورکړل سي . تر هغه وروسته می شهید داودخان ته د هیواد د دولتی مشر په توګه دا ستونزه په رسمی توګه وړاندی کړه.

شهیدداودخان د مسلې د حل په نیت د خپلی کورنۍ ټول غړي او نږدې دوستان را وغوښتل او څو ورځی ئې په پرلپسې توګه موضوع د کورنۍ د غړو سره مطرح کړه او هغوی یې دې ته اړ کړه چي د مځکو ورکړي ته حاضر سي. د داود خان تر ټولو تکراري دلیل دا وو چي زما د نیکه څخه را پاته مځکه ټوله اته جریبه مځکه ده ، په همدغه اته جریبه مځکه زما کورنۍ حق لري ، خو هغه میراث مځکه چي ماته پاته سوېده ، هغه باید و وېشل سي.

داودخان به د خپلي کورنۍ غړو ته همدا ویل چي تاسو باید خپل ځانونه په داسي مسلکي چارو بوخت کړئ چي هر مهال ستاسو د ژوند تضمین وکړای سي، بیله دې چي تاسو د پلار او یا نیکه په ګټلې ژوند وکړي . هغه به خپلو اولادونو ته ویل چي که تاسي د یوه کار وړتیا ولری ، په دولت او حکومت کي تاسو ته د کار زمینه پیدا کیږي، په هغه صورت کي تاسو اړ نه یاست چي د پلار ګټلي ته د طمعي سترګي ونیسئ . په دولت او حکومت کي ستاسو کار هم ویاړ دئ او هم ستاسو د سالم ژوندانه تضمین دئ.

په پای کي د کرهڼي وزارت په وړاندیز د جمهور ریس حکم په دې ډول ولیکل سو چی { د کرهڼي وزارت ته حکم کېږي چي دمحمدداود ولد محمد عزیز خان مرحوم په نوم ثبت سوې ،ټوله مځکه دي لومړی هغو بزګرانو ته شل – شل جریبه وه وېشل سي چي هغو تر اوسه کار پر کاوه او پاته نوره ټوله سي }..”

د واصفي صاحب څخه دوه زامن پاته سوه چي يو ئې عزت الله واصفي د فراه پخوانی والي (۲۰۰۹ع) دوهم ئې احمدالله خان واصفي نومېږي چي د شېرشاه ليسې مدير دئ، سناتور عبدالقدوس خان واصفي هم دده ورور وو.

انا لله وانا اليه راجعون

سردارولي پښتون زوی،پښين

۲۰۱۵-۵-۰۲

6 thoughts on “د کندهار مخور عزيزالله واصفي له نړۍ سترګي پټي کړې”
  1. واصفي صاحب دې الله وبخښي او جنتونه دې ځای شي ، د لیکوال څخه په درنښت یو وضاحت غواړم او هغه دا چې د واصفي صاحب دوه زامن بشیر او عزت د لیسي په دوره کې (د ننګرهار لیسه ) زما همصنفیان او یو کشر یې له مونږ څخه دوه کاله وروسته وو ایا هغه دواړه (خدای مه کړه) هم مړه دي چې تاسي یې ‌ذکر نه دی کړی .

  2. انالله وانا اليه راجعون ـ عالم او د قدر وړ شخصيت عزيزاله ، واصفي مې له هغه وخته پیژنده کله چې په نـنګرهار کې والي وو ، ډېرې پاکې او بې پرې خبرې به ېې کولې او د هغه په وخت کې رشوت چا نشو اخستلئ د ولایت دروازه د ټولو پرمخ خلاصه وه ، تل به ېې ویل چې اروپا او امريکا پدې مخکې دي چې هلته خلک د وطن دپاره کار کوی ، خو مونږ بل ته سترګې په لار يو چې راشي مونږ ته وطن آباد کړي ، پاک پروردګار دې وبخښي او جنتونه دې ځای وی ( چې پیدا شوې تاژړل خلکو خندا کړه ،،، داسې مړشه چې ته خاندې خلک ژاړي )

  3. کرزی صاحب دی ولولی، وطن دوستی داسی وی لکه شهید داودخان چی درلوده، او داسی وی لکه شهید داکتر نجیب چی درلوده، شهید داکتر نجیب دمرگ تر وروستی شیبې دهېواد دشمنانو دبرهان الدین ربانی، احمد شاه مسعود څخه نیولې او په پای کی د هغوی بادارانو آی اس آی ته هم دهېواد تاریخی افسانوی د طلاه تپې سره زر ور ښکاره نکړه، خو کرزی بیغیرته پدې دیارلسو کلونو کی څه تاریخی جنایات ، غلاوی او خیانتونه ونه کړل؟آیاترلیون ترلیون کرزی غوندی کسان د شهید داودخان او یاهم دشهید داکتر نجیب دیوه تار وېښته سره برابرېدای سی ؟ البته چی هیڅکله هم نه نه نه نه نه نه او ابداً نه،
    د شهید داود خان له خو ا د شخصی جایداد دملی دفاع وزارت ته ورکړه ځانته معنی لری، یعنی وطن دمور حیثیت لری او دفاع وزارت او منسوبین یی د مور دساتنی رسالت او مسولیت لری، او مقابل کی کرزی صاجب ددې مور لمن ور څیری کړه شیرپور یی و خپلو غلوته ور ووېشه او داسی د ملی دفاع وزارت نوری مځکی او جایدادونه هم غلا غصب چور اوتالا کړه ، هغه خو څه کوی دکرزی صاحب اندیوالان لکه ربانی قسیم فهیم یونس قانونی محقق عبدالله عبدالله او نورو یی دملی دفاع وزارت الوتکی زرهی او غیر زرهی په لسهاوو زروموتری ،تانکونه راکتونه او تول دوه سوه کلن وسایل غلا او تالا
    کړه او بیا هغوی دکرزیصاحب له خوا قهرمانان او مارشالان رتبې ته ارتقا ورکړه سوه

  4. انالله وانااليه راجعون
    Late Mr. Wasifi had three sons, the oldest one is Bashir, and second one Izatullah and the third one is Niamatullah.
    He was living in California but did not have his own home.

  5. ليكونكي أودّ وأصفي صاحب مينه والو .
    دهرخه دمخه اول دا وايم جه وأصفي صاحب دي خداي وبخشي ،جنتونه دي نصيب شي.او دده بازماند كانوته دزره صبر غوارم ؟
    دوا صفي صاحب دشخصيت به مورد زما دستركو زوندي حال .
    زه به شاهي كارد كي أفسر وم داعلحضرت سره دامنيتي مفرزي كي جلال أباد ته ولارم.يوه ورخ دسهار وختي زما دنده داعلحضرت داست أحت كاه تر مخه وه نو به دي سهر وختي شاه ددوه دشورا وكيلانو سره جه يو همدا وأصفي صاحب او بل عبدال الاحد كرزي وو ملا قات در لوده.دشاه بيش خدمت به ما زغ وكرو جه دشاه يأور نه دي راغلي ته دننه رأشه ديأور دنده هم نن به غاره واخله ولارم .
    كله جه ملاقات خلاص شو لك خه باران اوهوا هم بخه وه شاه به ما زغ وكرو جه يأور صاحب ولار شه زما نفر ته ووايه جه زما دوه بالا بشؤونه راوره .
    داكار مي وكربيش خدمت وويل جه ما دوه بالأبو شونه راوري جه يو خبله دشاه به غاره كي دي. خو دايو بالا بوش ي راورو.
    اعلحضرت بوه شو يو بالا بوش ءي عبدالاحد كرزي ته او دخبلي غاري بالا بوش ءي راويست او وأصفي ته ءي به خبل لاس وربه غاره كرو اوماته ءي وويل جه دنصاراتو هو تل ته زنك ووايه جه دوي ته خاي وركري.دوي جواب ورته وويل جه صاحب مونز هما لته خاي نيولي دي
    وأصفي داسي يو شخصيت وو جه اعلحضرت دخبل غاري بالا بوش راباسي او به خبل لاس د ته نيولي او د وأصفي به غاره ءي أجوي. ورونو نه هغسي درانده شاهان بيا نه بيدا كيزي اونه هغسي درندي خيري.كومي خيري جه باتي دي هغوي هم يو دبل بسي لكه وأصفي صاحب دحق به لاره روان دي.
    وروسته دهغي ساعت خخه دواصفي صاحب او دعبدالله حد كرزي دوستي او ملكر تيا به دوهمه ليدنه كي دكر وخيل خان به ذريعه جه هغه زما دوست وه شروع شوه. دا دري واره زما زاره دوستان او ملكري وه دخلقي رزيم كي ددوي دري وارو دبر أبلمو مشكل كشأ زه وم او ورته مي تر سره رسولي .اولادونهءي اوس ما نه بيزني اول همدي كرزي زه بندي او دفاع ءي راخخه ونكره.
    جنرال حبي الله جلالزوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *