رخصتي وه. موټروان له سهاره سورلۍ نه وې رااخیستې. د ټکسي یو بل چلوونکی یې څنګ ته ودرید. ده ته یې وویل:
– بازار تړلی دی دلته سورلۍ له کومه شي خو له غونډې سره یې ودروه
– د کارګرانو غونډه یادوې
– هو ساعت مخکې زه پرې راتیر شوم له چوک سره د خدای مخلوق راپنډ وو
– مزدور خوار بیا چیري په ټکسي کې تللی
هاغه بل موټروان لاس پورته کړ او خپل موټر ته یې ریز ورکړ. ده له لرې یوه سړي ته غبرګې سترګې ونیولې چې دا ټکسي دروي که نه دروي خو لاروي مځکې ته کتل.
ډارییور یو ټوکر راواخیست د موټر پر سر یې وموښه او تر سترګو لاندې یې دغه کس څاره چې نکټایي یې تړلې وه. هغه ښویه تیر شو. ده سړه ساه وایسته. جلب ته کښیناست، کونجي یې تاو کړه:
« ښه که د کارګرو غونډې ته ورشم»
« هغوی خواران په ځانونو پورې حیرانه دي»
موټر یې بیرته ګول کړ. ور یې خلاص کړ او ورو ورو یې ګامونه اخیستل. د لمر سترګه به د سړک د غاړې د ونو له منځه یو نیم ځل راښکاره شوه خو له شمال سره به پاڼې بیرته د لمر مخې ته پلو شوې.
سړی موټر ته پورته شو او رهي یې کړ. د کارګرانو د غونډې ځای ته ورغی. په لوی چوک کې څو پلاستیکي کڅوړې باد یوې خوا بلې خواوړې.
د مې لومړۍ ورځ، پراګ